د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د څار ټولنې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په تور د دولتي ځواکونو له خوا د ماشومانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار ټولنې د راپور له مخې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا دوه سوه پټ توقیف ځایونه شته چې یو زیات شمېر ماشومان له طالبانو سره د اړیکو، د انتحاري حملو د ترسره کولو او یا له وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ په تور په کې بندیان دي.

د هیومن رایټس واچ راپور یادونه کوي چې دا توقیف ځایونه د پولیسو، د ملي امنیت ادارې او ملي اردو له خوا اداره کېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، د دې راپور په اړه څېړنه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان له رئيس لعل ګل لعل د ازادي راډيو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، د تورنو او توقيف شويو کسانو د شکنجې موارد څومره جدي دي؟

XS
SM
MD
LG