د لاسرسي لېنکونه

د پیسو نړیوال صندوق آی ام اف وايي چې اوکراین ته له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د ځندول شوي پور د ورکولو پریکړه یې تردې دمه نه ده کړې.

دا پور په اوکراین کې د فساد په اړه له اندېښنو وروسته تېرکال وځنډول شو.

د آی ام اف ویاند ویلیام مورې پرون وویل، د دې موسسې مشرتابه غړي به اوکراین ته د اولس نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د دې پور د بیا ورکړې په اړه د اګست میاشتې تر نیمايي پورې رایې وانخلي.

د اوکراین حکومت د تېرکال له اګست میاشتې راپه دې خوا د ای ام اف د پور د بستې چې د تېرکال په اپریل میاشت کې تایید شوی و، نوی قسط نه دی ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG