د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د ۲۰۱۷ کال فولبرایټ بورسونو بریالي کسان اعلان شول


په کابل کې د امریکا سفارت د ۲۰۱۷ کال لپاره د ماسټرۍ او دکټورا په برخو کې د فولبرایټ بورسونو ګټونکي اعلان کړل.

د امریکا سفیر مایکل مککینلي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې فولبرایټ د امریکا او افغانستان تر منځ د کلتوري تبادلې یو ښه پروګرام دی.

د امریکا متحده ایالات ۸۰ افغان ځوانان د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د زده کړو لپاره راتلونکی میلادي کال فولبرایټ پروګرام له لارې امریکا ته بیایې.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د فولبرایټ په څير پروګرامونه په نړۍ کې تاوتریخوالي ته د نه ویلو یوه ښه وسیله ده.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي
په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي

هغه زیاته کړه:

"فولبرایټ په نړۍ کې د تاوتریخوالي او کرکې ځواک ته سره د مقابلې یوه ښه وسیله ده، یوازې د زده کړې او فولبرایټ په څير پروګرامونو له لارې تاسو دا ښودلی شی چې د دا ډول اعمالو تر سره کونکي د راتلونکې استازیتوب نشي کولای."

د فولبرایټ بورسونو له لارې چې طرحه یې لومړی ځل په ۱۹۴۶ کال کې دامریکایې سناتور جیمز ویلیم فولبرایټ له خوا وړاندي شوه، تر دې دمه د نړۍ له ۱۵۰ هېوادونو څخه ۳۲۰ زره ځوانانو او ۳۳ ولسمشرانو ګټه اخیستې ده.

د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني هم یو له هغو کسانو څخه دی چې له دې لاري یې امریکا کې زده کړې کړي دي.

د دغه پروګرام له لارې د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۹ کلنو په ترڅ کې هم افغان محصلین امریکا ته لېږل کېدل چې وروسته بیا د کورنیو جګړو له امله دا بهیر و درول شو.

دوهم ځل په ۲۰۰۳ میلادي کال کې دا پروګرام په افغانستان کې پیل او هر کال شاوخوا ۶۵ محصلین د ماسټرۍ او ۵ تنه د دکتورا په برخو کې د زړه کړو لپاره امریکا ته لېږل کېږي.

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د فولبرایټ بورسونو ګټونکو څخه غوښتنه وکړه چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلي.

د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند
د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند

نوموړې زیاته کړه:

"زما پیغام هغو کسانو ته چې د فولبرایټ له لارې تر زده کړو وروسته را ګرځيدلي دا دی چې تاسو باید د خپل وطن لپاره پرته له کومې ستومانۍ کار وکړئ، لکه هغه کسان چې مخکې یې په دې برخه کې زده کړې کړي او اوس په مهمو پوسټونو کې کار کوي."

افغان محصله روحیا ثاقب چې د فولبرایټ له لارې یې د مدیریت "منجمنټ" په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې بشپړ کړي، آزادی راډیو ته وویل چې له دې پروګرام څخه یې ډیرڅه زده کړل.

نوموړې وایې، هغه کسان چې د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې زده کړي کوي، په افغانستان کې د کار کولو ښه فرصتونه لري.

نوموړې زیاته کړه:

"زما په ګډون ټول هغه کسان چې د فولبرایټ له لارې راغلل، تر ډيره وزګاره پاتې نه شول، ځکه هغه مهارتونه چې دوی لري، په افغانستان کې ورته سخته اړتیا شته، هر څوک چې په هره برخه کې زده کړې وکړي، د هغه لپاره یوه نړۍ فرصتونه شته، البته انسان باید کوښښ وکړي چې دغه فرصتونه تر لاسه کړي."

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې هر کال زیات شمېر د فولبرایټ بورسونه تر لاسه کوي.

یو شمیر افغان محصلین د فولبرایټ پروګرام ته د انتخابیدو په بهیر کې له فساده شکایت کوي، خو د امریکا د سفارت مسوولین وایې چې د محصلینو د انتخاب بهیر په پوره شفافیت تر سره کیږي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG