د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

خيبر پښتونخوا کې بارانونو جولايي مياشت کې ۵٦ کسان مړه کړي


په خيبر پښتونخوا صوبې کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې PDMA چارواکي وايي چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د روانې مياشت له لومړۍ نېټې راهيسې د مون سون يا پشکال د بارانونه له امله راوتلو سيلابونو لږ تر لږۀ ٥٦ کسان مړه کړي او ٢٨ نور يې ټپيان کړي دي.

دغې ادارې د پنشجنبې په ورځ په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي چې بارانونو او سيلاب د دې صوبې په بېلابېلو سيمو کې پر ځاني زيان سربېره خلکو ته مالي زيان هم اړولى او ګڼ شمېر ودانۍ يې له منځه وړي دي.

د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د جولايي مياشت له پيله بارانونه کېږي او دغه تازه خپاره شوي معلومات ښيي چې دغو بارانونو په تېرو پېنځه ويشت ورځو کې تر ټولو ډېر زیان د ددې صوبې لرې پرتې غرنۍ سيمې چترال کې اړولى دى.

په دې سیمه کې د بآرانونو او سيلاب له امله لږ تر لږۀ ۲٩ کسان مړه شوي دي چې د چارواکيو په وينا، په مړو شویو کسانو کې اته پوځیان هم شامل دي.

د چارواکيو د وينا له مخې، په چترال کې د سيلابونو له امله ډېرى کسان نادرکه شوي هم دي چې د ځينو مړي يې موندلي او د نورو لا هم لټون روان دى.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبآيي ادارې د وياند د وينا له مخې، بارانونو د خيبر پښتونخوا د غرنۍ سيمې چترال سربېره په کوهاټ کې ٧، مردان کې ٤، چارسدې کې ٥ او او مانسهرې کې ٣ کسان مړه کړي او زیاتوي:

"د صوبې په بېلابېلو سيمو کې تراوسه له همدې امله له ۲٨ ډېر کسان ټپیان شوي او نژدې ٧٤ ودانيو ته هم بشپړ او جزوي زیان اوښتی دی."

په پاکستان کې هر کال د جولايي په مياشت کې د پشکال يا مون سون د بارانونو لړۍ پيلېږي چې په نتيجه کې يې ډېرى وخت سيلابونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي.

تر دې مخکې په ٢٠١٠م کال کې په پاکستان کې ددې هېواد د تاريخ بدترين سيلاب راغلى و چې زرګونه کسان يې مړه او ټپيان او لکونه نور يې بې کوره کړي او همداشان پر زرګونو جريبو ځمکو ولاړ فصلونه يې له منځه وړي و.

په خيبر پښتونخوا له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې په داسې وخت کې ددې صوبې په بېلابېلو سيمو کې د بارانونو له امله د مړو شويو کسانو راپور خپور کړى چې د پاکستان د موسمياتو ادارې سږ کال په دې هېواد کې د مون سون په موسم کې دډېرو بارانونو وړاندوينه کړې ده.

د يادې ادارې د چارواکيو د وينا له مخې، سږ کال ښايي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له نورماله ١٠ يا ٢٠ فيصده زيات بارانونه وشي چې په نتيجه کې يې د سيلاب راوتلو خبردارى هم ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG