د لاسرسي لېنکونه

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري ازادي راډیو ته وویل، چاودنه پرون مازیګر دې ولسوالۍ د نوي ښار د سیمې یوه جومات ته نږدې وشوه او هدف یې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان و.

ښاغلي بابري وویل په چاودنه کې یادشوي قوماندان ته زیان نه دی اوښتی خو دوه باډیګارډان یې ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د پېښې نور ټپیان د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

د مرکزي بغلان د روغتون ډاکټران وايي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG