د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر د راروانو انتخاباتو په درشل کې د څو سیمو په مشرانو کې بدلونونه راوستي او په اوکراین کې د روسیې سفیر یې له دندې ګوښه کړی دی.

ولادیمیرپوتین د خپلو ناڅاپي اقداماتو په ترڅ کې د روسیې د ګمرک رییس لا مخکې له دندې لیرې کړی دی.

ښاغلي پوتین پرون څلور والیان بدل کړل او د دریو پراخو فدرال ولسوالیو لپاره یې د ولسمشر نوی استازی وټاکه.

په نویو مقرریو کې پوتین تر ډیره د امنیتي خدماتو پر پخوانیو جګپوړو چارواکو تکیه کړې ده چې د څارونکو په نظر د واک پر ګدۍ د زیاتې ولکي د ټینګولو لپاره یوه هڅه ده.

صدراعظم دیمیتري میدویدیف د ګمرکونو د فدرال خدماتو د ادارې د مشر اندرې بلیانینوف Andrei Belyaninov استعفا پرون ومنله.

بلیانینوف د کې جې بي پخوانی افسر و چې په اتیایمه لسیزه کې یې له پوتین سره یوځای په ختیځه جرمني کې خدمت کړی و، خو د سې شنبې په ورځ نوموړي ته پاملرنه وروسته له هغه زیاته شوه چې د فساد د یوې قضیې په تړاو یې کور تلاشي شو.

پوتین د کیروف، کالینینګراد، یاروسلاو او د اوکراین د نیول شوې کریمیا ټاپووزمې د سیواستوپول د سیمې والیان بدل کړل او د شمال لویدیځې، شمالي قفقاز او د سایبریا د فدرال سیمو لپاره یې یو نوی استازی وټاکه. ولسمشر پوتین د کریمیا فدرالي ولسوالي فسخ کړه، په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه نیول شوې دا ټاپووزمه یې د جنوبي فدرالي ولسوالۍ یوه برخه کړه او د مشرۍ لپاره یې د عدلیې پخوانی وزیر ولادیمیر اوستینوف د خپل ځواکمن استازي په توګه په دنده وګوماره.

XS
SM
MD
LG