د لاسرسي لېنکونه

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل په جرمني کې وروستي وحشیانه بریدونه په سختو ټکو غندلي خو نوموړې هغه غوښتنې رد کړې چې د کډوالو په وړاندې دې د پرانېستو دروازو په دریځ بیا غور وکړي.

مېرکل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ترهګر غواړي چې د اړو خلکو په وړاندې د جرمني شته نیت کمزوری کړي.

نوموړې وویل :

"دوی د کلتورونو په منځ کې کې کرکه او ویره ګوري، دوی د مذهبونو تر منځ کرکه او ویره لټوي. موږ د دوی پر ضد په قاطع توګه ولاړ یوو."

جرمني د یوې اوونۍ په ترڅ کې د درې بریدونو شاهد و، د یو افغان پنا غوښتونکي له خوا په یو اورګاډي کې د تبر او چړې برید.

د یو ایراني ټبري جرمني له خوا ډزې، د سوریې د یو کډوال له خوا د چړې برید او د یو بل سوریايي له خوا ځان مرګی برید په دې بریدونو کې شامل وو.

په دې بریدونو کې د درې بریدګرو په شمول ۱۳ کسان ووژل شول او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

مېرکل ویلي دا بریدونه "ټکان ورکونکي، ځپونکي او خواشینونکي" و خو د دې نښه نه ده چې چارواکو کنټرول له لاسه ورکړی.

XS
SM
MD
LG