د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د څار ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، روسیې او د سوریې د حکومت ځواکونو د سوریې په شمال کې د ملکي خلکو او یاغیانو پرضد د هغه خوشه يي بمونو کارول بیا پیل کړي چې په پراخه توګه منعه شوي دي.

د بشري حقونو دې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، دوی ۴۷ داسې موارد مستند کړي چې په کې د سوریې حکومت پلوو ځواکونو د دې هېواد په شمال کې په تېرو دوو میاشتو کې په پراخه توګه له کلسټر یا خوشه يي مهماتو څخه کار اخېستی دی.

راپور وايي، دې بریدونو په لسګونو ملکیان مړه او ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اضطراري څانګې مرستیال اول سولوانګ (Ole Solvang) وايي:

"له هغې راوروسته چې سوریې او روسیې یو وار بیا ګډ هوايي بریدونه پیل کړي موږ د دوی له خوا په پراخه پیمانه د کلسټر مهماتو د کارولو شاهد یو."

کلسټر یا خوشه يي بمونه چې په هوا کې چوي او په سلګونو واړه بمونه ترې جوړیږي چې ولسي خلکو ته جدي خطر پېښوي.
کلسټر مهمات په توغندیو کې توغول کیږي او یا د هوا له لارې غورځول کیږي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې سلو هېوادونو د ملګرو ملتونو هغه تړون لاسلیک کړی چې د کلسټر یا خوشه یي مهماتو کارول یې منعه کړي دي.

XS
SM
MD
LG