د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان امر کړی چې د هغې پاکستاني ټبرې بریتانوي ښځې د وژل کېدو په اړه دې څېړنې وشي چې خاوند یې وايي، کورنۍ یې له دې کبله چې د هغوی د خوښې خلاف یې واده کړی و، وژلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نثارعلي خان د چارشنبې په ورځ له پولیسو غوښتې چې د سامعه شاهد د وژنې په اړه دې خپلې څېړنې چټکې کړي.

نوموړې هغه مهال چې د پنجاب په ایالت کې د خپلې کورنۍ لیدلو ته ورغلې وه مړه موندل شوې ده.

پولیس وايي، د دې مېرمنې کورنۍ ویلي چې د جولای په شلمه نېټه یې نوموړي په خپله کوټه کې په داسې حال کې مړه ومونده چې له خولې یې اوبه روانې وې.د سامعې د مرګ اصلي دلیل لاروښانه نه دی.

پولیس وايي، دوی له مشکوکو کسانو تحقیقات کوي او د عدلي طب راپور ته منتظر دي.

د سیمې د پولیسو مشر مجید اکبر ویلي، په دې اړه څېړنې روانې دي او د کورنیو له غړېو څېړنې کوي.

د مجید اکبر په وینا د سامعه شاهد میړه چې په بریتانیا کې ژوند کوي وايي، مېرمن یې دوه کاله مخکې د طلاق په اخېستو او له ده سره په واده خپله کورنۍ غوسه کړې وه او هغوی یې د خپلې لور په وژلو تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG