د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، هیلري کلینټن د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د څوکۍ یوازینۍ کاندیده چې د دې هېواد پر راتلونکې باور لري.

بارک اوباما هیلري کلېنټن د امریکا راتلونکې ولسمشره وبلله او زیاته یې کړه چې نوموړې کولای شي امریکا پیاوړې کړي.

ولسمشر اوباما وویل :

"موږ په اطمینان ویلای شو. هیڅکله نه یوه ښځه یا سړی، نه زه او نه بېل کلېنټن او نه هم بل کوم یو د هیلري کلېنټن په اندازه د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره وړ وو."

ولسمشراوباما دا څرګندونې نن د ډیموکراټ ګوند په ملي کنوانسیون کې وکړې.

تردې وینا یوه ورځ مخکې په فیلادفیا کې د ډیموکراټانو ملي کنوانسیون، هیلري کلېنټن په رسمي توګه د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل ګوند کاندیده ونوموله.

XS
SM
MD
LG