د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

یو شمېر فعالان: د دهمزنګ په اړه د ولسمشر پریکړه بې اتفاقي راولي


مدني فعالان چې د بېلابېلو مدني ټولنو استازیتوب کوي د ولسمشر اشرف غني وروستۍ پرېکړه چې د دهمزنګ چوک د شهیدانو په چوک ونومول شي یو احساساتي کار او د سیاسي موقف د خوندیتوب لپاره د ولسمشر یوه هڅه بولي.

دغو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې د دهمزنګ چوک د نائب سالار عبدالوکېل خان نورستاني د سرښندونه نتیجه ده او باید د هغه په نوم پاتې شي.

د ځوانانو د مدني ټولنې غړي عطاالله حیران وویل چې له هزاره ګانو سره همدردي لري خو غواړي چې ولسمشر تاریخ ته په کتو داسې پرېکړې ونه کړي.

ښاغلي حیران زیاته کړه:

"دهمزنګ څلور لاری چې د نائب سالار عبدالوکېل خان نورستاني د سرښندونو نتیجه ده د ټولو افغانانو که هغه پښتون وي، هزاره وي، ازبک وي او هر څوک وي ویاړ دی. موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د دغه چوک نوم په خپل سر بدل کړي. موږ تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې انتظار کوو."

ښاغلي حیران وویل، که یې غوښتنې ونه منل شي د عالمانو، تاریخ پوهانو او خلکو یوه لویه اجماع رابولي او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دغو فعالانو وروسته له هغه د دهمزنګ چوک د نوم د بدلېدو په باب اعتراض پیل کړ چې ولسمشر اشرف غني د شنبې ورځې له خونړۍ حملې وروسته چې په دغه چوک کې یې لسګونه مظاهره چېانو ته مرګ ژوبله واړوله امر وکړ چې دا چوک باید د شهیدانو په نوم شي.

په کابل کې وروستۍ حمله
په کابل کې وروستۍ حمله

انتحاري حمله د روښنايي غورځنګ په غړېو وشوه چې له بامیانو نه د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په تېریدو ټینګار کوي.

د حکومت د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال سلاکار عبدالصبور توحیدي هم د پنجشنبې په ورځ مدني فعالانو په غونډه کې د دوی ملا وتړله او ټینګار یې وکړ چې دهمزنګ چوک د نائب سالار نورستاني د سرښندونه نتیجه ده:

"نائب سالار عبدالوکېل خان نورستاني ۹۰ کاله مخکې د مشرقي په جبهه کې د انګریزانو په مقابل کې سینه سپر کړې او انګریزانو ته ماته ورکړې. دا ویاړ یې د وینې تویونو په نتیجه کې ترلاسه کړی چا ورته بخشش نه دی ورکړی."

مدني فعالانو دا هم ویل چې د ولسمشردا پرېکړه د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ اور بلوي او ګاونډيو هېوادونو ته د لاسوهنې زمینه برابروي.

وموغوښتل د جمهوري ریاست نظر هم په دې اړه واخلو خو له هڅو سره سره مو بیا هم ځواب ونه موند.

خو د روښنايي غورځنګ غړي په دې ټینګار کوي چې له تحولاتو وروسته د تاریخي ځایونو د نومونو بدلېدل کوم قانوني خنډ نه لري.

د دغه غورځنګ غړي او په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني ازادي راډیو ته وویل:

"د دهمزنګ چوک باید د روښنايي د شهیدانو چوک شي. زموږ غوښتنه د روښنايي شهیدانو چوک و نه یوازې د شهیدانو چوک. په قانون کې کومه مانع نشته نو باید نور وروڼه هم هیله ده دا ملي ماتم درک کړي."

ښاغلی رحماني دا هم وايي چې دوی د ټولو قومونو ملي ویاړونه په خاصه توګه په دې مسئله کې د نورستانيانو ویاړ ته درناوی لري خو د دهمزنګ چوک د روښنايي شهیدانو په یادولو سره به د عدالت غوښتنې د قربانیانو زړونه ټکور شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG