د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلین وايي چې په نږدې راتلونکې کې په ډهلي کې د افغان سوداګرو او هندي پېرودونکو یو نندارتون جوړیږي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل په دې نندارتون کې افغان سوداګر په ۴۰ غرفو کې مېوې، وچه مېوه، زعفران، مرمر ډبرې، قيمتي کاڼي او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کوي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د "made in Afghanistan" نندارتون د امريکا د نړيوالې پراختيايې ادارې په ملاتړ جوړېږي او هدف یې د افغاني توليداتو څخه د هندي پېرودونکو خبرول او د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د سوداګریزو اړيکو پياوړتیا ده.

هند له پاکستان وروسته دويم هېواد دی چې د افغانستان ډېری تولیدات واردوي.

XS
SM
MD
LG