د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې هغه سړی د رواني ناروغانو له روغتونه راووځي چې د ۱۹۸۱میلادي کال په مارچ مياشت کې يې د امريکا د هغه وخت ولسمشر رانلډ رېګن د وژلو هڅه کړې وه.

يوې محکمې د چارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې جان هينکلې جونيېر په ورجينيا ايالت کې د خپلې مور په کور کې اوسېدای شي.د پرېکړې له مخې به دی د بيارغېدلو پر رخصتي وي.

هينکلې د لېونتوب له کبله مجرم نه وو پېژندل شوی او په واشنګټن کې د درملنې لپاره يوه روغتون ته لېږل شوی وو.

هينکلې له مخکې لا تر کلکو شرايطو لاندې د خپلې مور په کور کې د مياشتې اوولس ورځې تېروي.

XS
SM
MD
LG