د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

بان کي مون په ترکیه کې پر توقيفونو اندېښنه ښودلې


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د چارشنبې په ورځ په ترکېه کې د کودتا له ناکامو هڅو سره په تړاو د توقيفولو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بان کي مون د ترکېي د بهرنيو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره د ټیليفوني خبرو پر مهال ويلي چې ترکیه بايد د نيول شوېو کسانو پر ضد ژر تر ژره د اعتبار وړ او کره ثبوت وړاندې کړي تر څو محکمه د دغو کسانو قانوني مؤقف غوره کړي.

په ترکېه کې د پوځي چارواکو په ګډون، تر پنځلس زرو زيات کسان ونیول شول او وروسته له هغه د جولای په پنځلسمه په دغه هېواد کې د کودتا ناکامې هڅې وشوې. اوس هم لږ تر لږه اته زره کسان په توقيف کې پاته دي.

په ترکېه کې د پوځي چارواکو په ګډون، تر پنځلس زرو زيات کسان ونیول شول.
په ترکېه کې د پوځي چارواکو په ګډون، تر پنځلس زرو زيات کسان ونیول شول.

د چارشنبې په ورځ ترکي چارواکو د ګڼ شمېر خبریالانو د نيول جواز ورکړ چې په کې د زمان ورځپاڼې پخواني ۴۷ کارکوونکې شامل دي. زمان د ترکېې له تر ټولو لوېو ورځپاڼو څخه دی.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د يوه وياند فرحان حق له خولې ويلي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د ترکېې د بهرنیو چارو له وزير سره په خبرو کې هغو اندېښمنوونکو راپورونو ته هم اشاره وکړه چې په توقيف کې له بنديانو سره د ناسم چلند په اړه وايي.

ده همدا راز د روانو پراخو توقيفونو او زنداني کولو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې دی مني په ترکیه کې د کودتا له هڅو وروسته غېر عادي حالت روان دی خو له حکومته تمه لري چې د خلکو د اساسي حقونو درناوی او د نړيوالو قوانينو سره سم چلند وکړي.

بان کي مون مني په ترکیه کې د کودتا له هڅو وروسته غېر عادي حالت روان دی.
بان کي مون مني په ترکیه کې د کودتا له هڅو وروسته غېر عادي حالت روان دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مخکې هم ډېر ځلي ويلي چې ترکېه بايد د بیان د ازادۍ احترام وکړي.

د ترکېې صدراعظم بن علي يلدریم خبرداری ورکړی و چې د کودتا له ملاتړيو سره به سخت چلند وشي.

فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند له خولې ليکلي چې عمومي منشي باور لري، د ترکېې حکومت او خلک به د بې باورۍ دا شېبه د يووالي او د ترکېي د ډموکراسۍ ژغورلو لپاره وکاروي.

د ترکېې حکومت پرون د نورو ۱۴۹ جنرالانو له دندو لېرې کولو او لسګونو رسنیو د بندولو امر کړی دی.

پر دې سربېره يو زر او نهه نيوي افسران او څلور سوه او شپږ دېرش د ټيټې رتبې افسران هم له خپلو دندو لېرې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG