د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالیو کې د اوبو د نویو سربندونو له جوړولو سره د دغه ولایت د کرهنیزو تولیداتو کچه ۷۵ سلنه ډېره شوي ده.

د کلیو او پراختیا وزارت ویاند اکبررستمي د دې مطلب له بیانولو سره وايي چې د نږدې سل ملیونو ډالرو په ارزښت دغې پروژې شلو زرو بزګرانو ته د کار زمینې پراخې کړي دي.

د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت وايي چې په ننګرهار ولایت کې د اوبو د نویو سربندونو له جوړولو او تنګي توغچي کانال له بیا رغونې سره په دغه ولایت کې کرنیز محصولات ډير شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې د پروژو او کانال په بیا رغونه ۹۶،۶ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی چې تر دری راتلونکو ورځو پورې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

ښاغلي رستمي د چهارشنبې په ورځ د کرنې وزارت له چارواکو سره یو ځای یوې خبري غونډې ته وویل چې دا پروژې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې بشپړې شوي دي.

دا پروژې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې بشپړې شوي دي.

دا پروژې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې بشپړې شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"د دې کانال او سربندونو ټول لګښت ۹۶،۶ ملیونه افغانۍ دی چې د انګلستان له خوا ورکړل شوي دي، د هغې چارې بشپړ شوي او په دریو ورځو کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي دا کار د هېواد د کرنې په پراختیا کې ډېره مرسته کوي."

د ملي یووالي حکومت اوه میاشتې وړاندې د کارموندنې ملي پروګرام اعلان کړ چې د هغې پر اساس سکتوري وزارتونه د بوختیاوو پر پیدا کولو مکلف ګرځول شوي دي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې د ۱۵۰۰ نوي پروژو په عملي کولو سره به لسګونه زره کسان لنډ مهاله او منځمهاله بوختیاوې پیدا کړي.

دا پروژې چې د ملي یووالي حکومت د کارموندې په دویم پړاو کې راځي له مخې یې په هېواد کې د کرنیز سکتور ودې ته کار کېږي.

د دې تر څنګ د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت ویاند لطف الله مشعل وايي چې کرنېزو محصولاتو ته د ودې تر څنګ په هېواد کې د سړو خونو جوړولو ته هم جدي پاملرنه کېږي.

هغه زیاته کړه:

"هغه ګټې چې کرنیزې زیرمې او سړې خونې یې لري دا دي چې کرنیز توکي او میوې به له زیانه وساتي، دا پروژه په ځانګړي ډول ملي او نړیوالو بازارونو ته د بزګرانو او بڼوالو د رسیدو لپاره کار کوي چې تر پنځو کلونو لپاره ده."

له دې هڅو څخه داسې وخت خبر ورکول کېږي چې له دې وړاندې د هېواد باغ لرونکو او بزګرانو د سهولتونو د نشت څخه بیا بیا شکایتونه کړي.

دوی وايي چې د محصولاتو له ډيریدو سره د لازمو سهولتونو نشتون ډیر وخت د دوی محصولات له خرابیدو سره مخ کړی دي.

خو د کرنې وزارت وايي چې د امریکا د پراختیایې ادارې لخوا د کرنې سکتور سره د ۱۰۰ ملیونو ډالرو اعلان شوي مرستې سره به تر ډیره په هېواد کې دا اندیښې ختم شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG