د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

JSC کمپنۍ د ۳۱ ملیونو ډالرو په ارزښت نوی کابل بانک اخلي


د JSC په نوم یوه افغانۍ کمپنۍ د ۳۱ ملیونو ډالرو په ارزښت د نوي کابل بانک اخیستونکي ده.

د افغانستان د ماليې وزارت د سې شنبې په ورځ د دې کمپنۍ له وړاندیر وروسته ویلي چې د یادې کمپنۍ اسناد د دوی له خوا څېړل شوي او مرکزي بانک ته لېږل شوي دي.

د افغانستان ماليې وزارت د نوي کابل بانک د اخیستلو لپاره د JSCیا جاینټ سټاک کمپنۍ لخوا وړاندې شوی نرخ اعلان کړ.

د یاد وزارت د خزاینو رییس محمد اقا کوهستاني وايي چې دې کمپنۍ د نوي کابل بانک د پيرېدلو لپاره ۳۱ ملیونه ډالر نرخ ټاکلی او تر څنګ یې د افغانستان بانک سره د ۲۰ ملیونو ډالرو تضمین ایښودلو ته تیاری ښودلی.

د ښاغلي کوهستاني په وینا د JSC په نوم افغانۍ کمپنۍ ژمنه کړي چې د نوي کابل بانک پیر په صورت کې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په یاد بانک کې یو ملیارد ډالر پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د اقتصاد، عدليې له وزارتونو، ملي تدارکاتو ادارې او نوي کابل بانک څخه جوړې شوي کمېټې د ماليې وزارت تر مشری لاندې ټولې تخنیکي څېړنې بشپړې کړي دي او اوس دا نرخ او راپور په رسمي شکل د افغانستان بانک او نورو مقاماتو ته سپارو."

د ماليې وزارت د نوي کابل بانک د خصوصي کولو اعلان د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې کړی و.

له هغې وروسته د مسلم کمرشل بانک په نوم پاکستانۍ او د جي، اېس، سي اریانا په نوم افغانۍ کمپنۍ د د یاد بانک اخیستلو ته لېوالتیا ښودلي وه.

د ماليې وزارت وايي چې د مسلم کمرشل بانک نه دی توانېدلی چې شرایط پوره کړي او له لسته ایستلی دی.

نوي کابل بانک تر هغې وروسته د دولت تر کنټرول لاندې فعالیت کوي چې د پخواني مدیریت لاندې په ۲۰۱۰ کال کې د مالي بحران سره مخ شو.

د افغان چارواکو په وینا هغه وخت له ۹۰۰ ملیونه ډالرو څخه زیاته پانګه د کابل بانک ګډونوالو له دې بانکه باسلي وه.

د انتخاباتي منډو ترړو په وخت کې او له هغې وروسته د جمهور رئیس غني یوه مهمه ژمنه دا وه چې د کابل بانک دوسېې ته به پاملرنه کوي، د کومې یې چې د بیا څېړلو امر ورکړ.

په ورته وخت کې د جي،اېس سي د کمپنۍ یوه مسول عبدالمنان شېوا ازادي راډیو ته وویل چې کمپنۍ یې حکومتي څارنې ته چمتو ده خو باید پاتې کارونه په سرعت تر سره شي.

د جي،اېس سي کمپنۍ مسول عبدالمنان شېوا
د جي،اېس سي کمپنۍ مسول عبدالمنان شېوا

هغه زیاته کړه:

"موږ د څلورو میاشتو په موده کې د افغانستان د بانکدارۍ قانون او د افغانسان بانک له لارښوونې سره سم ټول هغه کارونه چې زموږ نه یې غوښتي وو بشپړ کړل، اوس زموږ غوښتنه دا ده چې نور کارونه ورو مخ ته ولاړ نه شي."

په افغانستان کې دا مهال ۱۵ خصوصي بانکونه فعالیت کوي چې د خپلو خدماتو د پراختیا په هڅه کې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د نوي کابل بانک په ژر خصوصي کیدو ټینګار کوي.

له دې ډلې تاج محمد اکبر وايي چې حکومت باید جنجال ته د تللي بانک د بیا په پښو درولو لپاره کار وکړي تر څو د نوي کابل بانک کارونه بیا منظم شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG