د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

امریکا د ډیموکراټ ګوند غړیو د ایمیلونو افشا کولو څېړنه کوي


د امریکا د انټرنټي سیسټم په هک کولو او د ډیموکرات ګوند دغړیو د ایمیلونو د افشا کولو په لانجې کې د روسیې احتمالي لاس اندېښنې رامینځ ته کړي دي.

د امریکا جمهور رئیس وايي امکان لري چی مسکو د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو په افشا کولو کې لاس ولري.

د غه ایمیلونه تېره اوونۍ افشا شول او د امریکا د انتخاباتو پروسه يې ترتاثیر لاندې راوستله.

دغه افشاګري څرګندوي چې د ډیموکراټ ګوند لویو مشرانو سره له دې چې ویلي وو چې په ګوند کې دننه د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیداتوري په سیالي کې بې پرې دي د برني سندرز په وړاندې یې هیلري کیلنتن غوره ګڼلې ده.

دغه افشا ګري څو ورځې مخکې له دې وشوه چې مېرمن کیلنتن د ډیموکراټ ګوند په کنګره کې د راتلونکو ټاکنو رسمي نومانده اعلان شي.

په داسې حال کې چې د امریکا فدرالي پولیس تحقیقات کوي ترڅو معلوم کړي چې ویکي لیکس ته دغه ایمیلونه چا ورکړي دي، جمهور رئیس اوباما وايي کارپوهان په دې باور دې چې روسیه په کې لاس لري.

اوباما: کارپوهان په دې باور دې چې روسیه په کې لاس لري.
اوباما: کارپوهان په دې باور دې چې روسیه په کې لاس لري.

هغه زیاته کړه:

"فکر کوم چې فدرالي پولیس د هغه څه په هکله چې شوي لګیا دي تحقیقات کوي، زه پوهیږم چې کارپوهان وايي دا دروسانو کار دی، زه دومره پوهیږم چې روسان د موږ دانټرنټي سیستم د هک کولو هلې ځلې کوي نه یوازې د حکومتی بلکې د خصوصي سیستم هم، داچې مقصد يې څه دی په زغرده څه ویلی نه شم خو پوهیږم چې ډونالډ ترمپ په خپلو څرګندونو کې د روسیې جمهور رئیس څو ځلې ستایلی دی."

باراک اوباما زیاته کړه چې هرڅه امکان لري او کېدای شي د روسیې مقصد داوي چې د امریکا په انتخاباتو اغېز وکړي.

هغه زیاته کړه:

"زه داخبره د ښاغلي ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په اساس کوم او وایم چې د روسیې خبري خپرونې د ښاغلي ټرمپ په ګټه سوي دي."

امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ
امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس وویل چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې د داعش په وړاندې د مبارزې په څیر نړیوالو کړکېچونو په وړاندې غواړي روسیې سره نږدي همکاري ولري.

XS
SM
MD
LG