د لاسرسي لېنکونه

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې د دغه ولایت اشکمش ولسوالي د طالبانو له وجوده پاکه شوې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي چې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې اتلس طالبان هم وژل شوي او د یوشمېر وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په میدان کې پاتي دي.

ښاغلی تیمور وايي چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی لاهم د اشکمش ولسوالۍ مهاجر قشلاق سیمه په خپل واک کې لري.

XS
SM
MD
LG