د لاسرسي لېنکونه

د الف ګروپ او د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په دوام به نن هم په کابل کې دوې سیالۍ جوړې شي.

د کابل د فوټبال فدارسیون فني مرستیال عبدالبصیر قیومي ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په سیالیو کې به د الف په ګروپ کې جوانان سالار د صلح له ټيم سره او د کابل په غوره لیګ کې به د اردو ټيم د شاه کلب له ټيم سره میدان ته ووځي.

د الف ګروپ د پامیر او مشعل ټیمونو ترمنځ په پرونۍ سیالۍ کې د مشعل ټیم دوه د صفر په وړاندې لوبه وګټله او د کابل په غوره لیګ کې جوانان اردو ټيم د بیګ بیر په وړاندې ۴ د۲ پر وړاندې خپله بریا ونمانځله.

ښاغلی قیومي وایي، دغه سیالۍ په کابل کې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شوې چې د الف ګروپ سیالۍ به ۱۳ او د کابل د غوره لیګ د فوټبال سیالۍ به ۲۴ اوونۍ دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG