د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغان ورزشي خبريالانو سره د اسیايي فدراسیون مرسته 


د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسیون وايي چې د ورزشي خبريالانو اسیايي فدراسیون د افغانستان له څانګې سره د مرستو ژمنه کړې ده.

د افغان ورزشي خبریالانو د فدراسیون رئیس سائرځلاند نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته تېره شپه په نیپال کې جوړه شوې وه.

د ښاغلي ځلاند په وینا په دغه ناسته کې د افغانستان د ورزشي فدراسیون د کارونو او فعالیتونو ترڅنګ له دوی سره د مرستو په اړه هم خبرې شوې دي.

ښاغلي ځلاند وايي، هلیه من دی چې د افغانستان له څانګې سره د اسیا د ورزشي خبریالانو د فدراسیون ژمنې عملي بڼه خپله کړي.

XS
SM
MD
LG