د لاسرسي لېنکونه

د ملي شورا په چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي وايي، هڅې یې پیل کړي چې د دغه وزارت او د دولت د درې ګونو قواو ترمینځ اړیکي نږدي، ساده او اسانه شي.

ښاغلي فراهي دا خبره د چهارشنبې په ورځ د د غه وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر، په یوه مسلکي سیمنیا ر کې وکړه.

ده وویل، په دې ورکشاپ کې به په ستونزو او نیمګړتیا و هم خبرې وشي او د حل لارې به ورته وموندل شي.

فراهی وویل، که د دولت او ملي شورا، وزارتونو او همدارنګه د نورو دولتي ادارو ترمینځ د جمهوري ریاست د مکتوبونو، فرمانونو په لیږد رالیږد کې کومه ستونزه لید ل کیږی د دې وزارت د کارکوونکي د ظرفیتونو له لوړیدو سره به له مینځه لاړه شي.

XS
SM
MD
LG