د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

مستغني: د سوداګرۍ نړیواله خونه افغانستان کې خپله څانګه پرانیزي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوداګرۍ نړیوالې خونې په برازیل کې د خپلې ۱۵۰مې نړیوالې ناستې پر مهال پرېکړه کړې چې په افغانستان کې یوه څانګه پرانېزي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرۍ نړیوالې خونې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې غړیو هېوادونو یې په افغانستان کې د څانګې په پرانېستلو سلا کړې او دا پرېکړه د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ډېره مهمه ده.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د سوداګرۍ نړیوالې خونې له خوا چې کوم لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته رسیدلی دی د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د څانګې پرانېستلو د پرېکړې د تصویب په اړه مبارکي ورکړل شوې ډاډ څرګند شوی چې دا خونه به په خصوصي سکتور کې له افغانستان سره زیاته همکاري وکړي. په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې د څانګې په پرانېستلو سره به د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه زیاته او لا پراخه شي."

د ښاغلي مستغني په خبره د سوداګرۍ نړیواله خونه په ۱۳۰ هېوادونو کې شپږ نیم میلیونه غړي لري او د ټولو هدف دا دی چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هلې ځلې منسجمې او د پانګونې لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

د سوداګرۍ نړیوالې خونې په داسې حال کې شاوخوا لس ورځې وړاندې په افغانستان کې د څانګې په پرانېستلو موافقه کړې چې افغان حکومت تېرکال د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ هغه څه چې د سوداګرۍ په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

اخوا اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د سوداګرۍ نړیوالې خونې د پرانېستلو لپاره باید ټول لازم تدابیر ونیول شي او له دې لارې د سوداګرۍ د پراختیا او د ستونزو د حل لپاره اعظمي استفاده وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني ازادي راډیو ته وویل، که یاده خونه افغانستان کې څانګه پرانېزي له ګاونډېو سره به ډېرې سوداګریزې ستونزې هوارې شي.

ښاغلي جیلاني زیاته کړه:

"موږ کولای شو هغه ستونزې چې موږ له ګاونډیانو سره لرو د دغه خونې له لارې یې حل کړو. بیا هغه هېوادونه چې هغه د سوداګرۍ د نړیوال خونې غړیتوب لري له هغوی سره ښه تجارت کولای شو. زموږ په تجارت کې چې کومې ستونزې موجودې دي لکه وچې او تازه میوې او د قالینو په صادراتو کې د ستونزو په اړه له دې لارې مشخص اقدامات کیدلای شي."

د نړیوالو اړیکو سلاکار اذرخش حافظي
د نړیوالو اړیکو سلاکار اذرخش حافظي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په دغه هېواد کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې د څانګې له پرانېستلو هرکلی کوي.

د دې خونې د نړیوالو اړیکو سلاکار اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، د یادې څانګې له پرانېستلو وروسته به په اکثرو نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازیو ته د ښه ګډون زمینه برابره شي او د افغان سوداګرو غږ به تر نړیوالو ورسول شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG