د لاسرسي لېنکونه

پرون سې شنبې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پوځ دوه سرتېري په ډزو وژل شوي دي چې مسووليت يې د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې منلى دى.

پر پوځي سرتېرو دا بريد په داسې حال کې شوى چې په دې ښار کې له څو کلونو د رېنجر پوليسو له خوا د وسله والو په ضد عمليات هم دوام لري.

د سې شنبې په ماښام ناڅرګندو موټرسايکل سپرو وسله والو د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د پاکستاني پوځ پر يوه موټر ناببره ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل.

پوليس وايي، پېښه د ښار په "صدر بازار" کې وشوه چې وايي، په نتيجه کې يې په موټر کې ناست دوه پوځي سرتېري سخت ژوبل شول او سمدستي د کراچۍ ښار جناح روغتون ته يووړل شول.

د جناح روغتون د ايمرجنسي څانګې مشره ډاکټره سيمي جمالي وايي، په دې پېښې کې له ټپي شوېو پوځي سرتېرو څخه يوه پر لاره ساه ورکړې وه او دويم هم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې سترګې پټې کړې:

"د صدر له سيمې د پوځ مامورين روغتون ته راوړل شوي وو، يو مړ راوړل شو او دويم سخت ټپي وو، پر سر، سينه او اوږو يې مرمۍ لګېدلې وې، هغه چې مړ شوى وو هغه هم پر سر او بدن لګېدلى وو."

د کراچۍ د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر راجه عمرخطاب د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې دغو پوځي سرتېرو په صدر سيمه کې ګزمه کوله چې بريد ورباندې وشو.

پوليس مشر عمرخطاب وايي، دغه پوځي سرتېري د شا له خوا په نخښه شوي او دواړه پر سرونو لګېدلي دي:

"له کېڼ اړخه پر موټر بريد شوى او داسې ښکاري چې له نهه-ايم-ايم توپنچو څخه ډزې ورباندې شوې دي، دواړه پوځي سرتېري پر سر لګېدلي دي، سمدستي نه شو ويلاى چې دا پېښه څنګه شوې ده، تر اوسه کوم عيني شاهد هم په دې اړه څه نه دي ويلي."

د دې بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو د غورځنګ يوې ډلې «جماعت الاحرار» پر غاړه اخېستى دى.

دې ډلې رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې د دې بريد د تر سره کولو ادعا کړې او ويلي يې دي چې دا د "تندر" په نامه د دوى د بريدونو يوه برخه ده.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف پر پوځي سرتېرو پرونى بريد په کلکه غندلى او د سند د کورنيو چارو وزارت ته يې په پېښه کې د لاس لرونکېو کسانو د ژر تر ژره نيولو امر کړى دى.

نواز شريف ويلي چې ترهګرو ته به هيڅکله اجازه ور نه کړي چې د کراچۍ حالات بيا د پخوا غوندې ګډوډ کړي.

په کراچۍ ښار کې پر پوځي سرتېرو دا بريد په داسې حال کې شوى چې لاهم په دې ښار کې له اوږدې مودې راهيسې د رېنجر پوليسو له خوا د وسله والو په خلاف د پلټنې عمليات دوام لري.

د يادونې وړ ده چې د تېرکال په ديسمبر کې هم دې ته ورته د کراچۍ پر ايم-اې- جناح سړک د پوځي عسکرو پر يوه موټر وسله وال بريد شوى وو چې دوه پوځي سرتېري پکې وژل شوي وو.

د کراچۍ پوليس وايي په روان کال کې تر اوسه اتلس پوليس عسکر د وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG