د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

افغانستان کې د داعش ډلې زياتېدونکي ګواښ


يو، ايس، اې ټوډې:

امريکايۍ ورځپاڼې يو، ايس، اې ټوډې (USA Today) په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د زياتېدونکي ګواښ په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، که څه هم افغان حکومت چې امريکا يې ملاتړ کوي، د وسله والو طالبانو پر ضد په جګړه کې پرمختګونه لري، په کابل کې د شنبې ورځې خونړي بريد چې په نتيجه کې يې تر ٦٠ زيات کسان ووژل شول، داسې اندېښنې ولاړې کړي چې داعش ډله ښايي په افغانستان کې تحرکات پيل کړي دي.

د شنبې ورځې حمله چې هزاره اقليت يې په نښه کړ، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په کابل کې يوه له خونړيو بريدونو ګڼل شوې ده. حمله پر يوه سوله ييزه مظاهره وشوه.

يو، ايس، اې، ټوډې په خپله ليکنه کې د ټرورېزم د مسايلو د شنونکي پيتريک جانسن خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي: "موږ ښايي دغسې د نورو پراخو حملو شاهدان واوسو."

ورځپاڼه د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په حواله ليکي، په افغانستان کې د داعش ډلې د غړو شمېر لږ دى، يعنې د ١٠٠٠ او ١٥٠٠ په شا و خوا کې، خو د وسلوالو طالبانو شمېر له ٢٥زرو نيولې تر٣٥زرو پورې رسېږي.

يو، ايس، اې، ټوډې د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون په حواله زياتوي، داعش ډله چې تېر کال يې په افغانستان کې د يوه خطر په توګه ظهور وکړ، اوس کمزورې شوې ده. اوس يې په ننګرهار کې هغه پراخ حضور محدود شوى دى.

والسټريټ ژورنال:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې والستريت ژورنال په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې ملکي تلفات تقريباً بېساري حد ته رسېدلي دي.

د ليکنې په پيل کې راغلي د ٢٠١٦م کال په لومړيو شپږو مياشتو په افغانستان کې ١٦٠١ تنه ملکيان وژل شوي او ٣زره ٥٦٥ تنه نور کسان ټپيان شوي، چې د ٢٠١٥م کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ٤ فيصده زياتوالى ښيي.

والستريت ژورنال په دې ليکنه کې د ملګرو ملتونو د هغه راپور په حواله، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ليکلي، نژدې يو پر درېيمه برخه وژل شوي يا هم ټپي شوي کسان ماشومان دي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د تلفاتو د زياتېدو يو علت دا ګڼل شوى چې په ګڼ مېشتو سيمو کې د دولتي ځواکونو پرضد وسلوالو طالبانو جګړې زياتې شوې دي.

په ليکنه کې د جګړې د شدت په تړاو د هلمند ولايت يادونه شوې، چې امريکا په کې خپل اضافي ځواکونه ګمارلي او کندوز هم ياد شوى، چې تېر کال يې وسلوالو مرکز د څو ورځو لپاره ونيوه.

د والستريت ژورنال په ليکنه کې د يوناما د راپور په حواله يادونه شوې، چې سخت دريځي وسلوال د ٦٠ فيصده مرګ-ژوبلې مسوول بلل شوي دي. ويل شوي چې افغان ځواکونه هم د مرګ-ژوبلې په زياتوالي کې ونډه لري.

XS
SM
MD
LG