د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

زمری: ننګرهار اوسني عمليات تر پخوا ډېر بريالي روان دي


له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ننګرهار په کوټ او اچين ولسواليو کې د داعش پر ضد عمليات روان دي چې اوس د دې عملياتو لړۍ د هسکې مينې ولسوالۍ ته هم وغځېده.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکيلان وايي، د داعش پرضد اوسني عمليات تر پخوانیو عملياتو ډير ګټور دي.

د ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمري ازادي راډيو ته وويل، په دې عملياتو کې د بهرنیو ځواکونو حمایه او دارنګه د افغان خاصو ځواکونو له خوا ځمکني تعرضي عمليات د دې لامل شوي چې داعش له سختې ماتې سره مخ کړي.

ښاغلي زمري زیاته کړه:

"یوه بله مسئله چې دا عملیات ډېر ګټور دي هغه دا دی چې ولسمشر او نور امنيتي ځواکونو دا دریځ نیولی دی چې افغان ځواکونه باید په تعرضي حالت کې ووسي پخوا به کله چې داعشيانو یا نورو وسله والو حملې کولې دوی به یوازې دفاع کوله اوس دوی پرې تعرضات پيل کړي دي."

نوموړی وايي، دا ځل ولایتي اداره په پام کې لري چې د دې عملياتو د لاسته راوړنو په خاطر نور امنيتي ځواکونه په دغو سیمو کې ځای پرځای کړي او دولسونو باور خپل کړي:

"د حکومت په پلان کې دا مسئله شته چې کله دا ساحه له وسله والو پاکې کیږي په دې سیمو کې به نور محلي پولیس، امنيتي پولیس ځای پر ځای کيږي."

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې تر دې دمه په سلګونو داعشيآنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د لومړي ځل لپاره د شل تنو په تعداد داعشيآن يې ژوندي نیولي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د دې عملياتو په جریان کې د مهمو داعشيانو د وژل کېدو تر څنګ د هغوی مهم مرکزونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي:

"زموږ امنيتي ځواکونو وکولای شول چې په دې عملياتو کې سعد امارتي چې په کوټ کې د داعش د جګړې قومندان هم و او د والي معاون يي هم و دا مخکې له طالبانو سره په لیکو کې و دا یو کال کیږي چې داعش ته راغلی و پرون د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شوی او په همدې ډول زموږ ځواکونو په کوټ د داعش هغه مهم ځایونه چې د هغوی محکمه وه، کتابخانه وه او نور تاسیسات يي جوړ کړي وو هغه زموږ د ځواکونو لاس ته ورغلي دي."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې که څه هم د کوټ ولسوالۍ ۹۹ سلنه له داعشيانو پاکه شوې ده خو لا هم د هسکې مينې او اچين ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د وسله والو پرضد عمليات روان دي.

دوی وايي په پام کې لري چې د عملياتو تر بشپړیدو وروسته د ثبات پروګرام هم پلی کړي چې په دې پروګرام کې به په دغو جنګ ځپلو سیمو کې خلک په خپلو مېنو کې ځای پر ځای کيږي او د بيارغونې پروژې به ورته پلې کیږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG