د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د م.م د وروستي راپور په اړه د نړېوالو تبصرې


وال سټريټ ژورنال په يوه بله مقاله کې د ملګرو ملتونو راپور ته کتلي چې په کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه راغلي.

په دې مقاله کې راغلي چې سږکال د افغان ملکيانو تلفات ډېر زيات وو.

ملګرو ملتونو د یو زر، شپږ سوه او يو وژل شوي ملکیان او د درې زره پنځه سوه او پنځه شپېته ټپي شوي ملکيان ثبت کړي دي.

مقاله وايي چې د ملکي تلفاتو زياتوالی ښيي چې د جګړې ټول لوري د خلکو ژوند د ژغورلو په ژمنه کې پاته راغلي دي.

مقاله وايي چې د سولې هڅې تر ډېره بريده ځکه بې نتيجې پاته شوي چې طالبانو خپلې حملې زياتې کړي.

د حکومتي ځواکونو او سخت دريځو تر منځ د نښتو په پايله کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له همدې کبله د تېرکال په پرتله سږکال د تلفاتو شمېر ۲۳ فيصده زیات شوی دی.

سټارز اينډ سټراپس خپرونې هم په افغانستان کې د جګړې له کبله د ملکيانو مرګ ژوبلې ته کتلي او ليکلي يې دي چې په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د سږ کال په لومړېو شپږو مياشتو کې د تېرو شپږو کلونو د همدې مودې په پرتله زيات ملکي تلفات رامنځته شوي.

سټارز اينډ سټراپس خپرونې د ملګرو ملتونو شپږ مياشتني راپور ته په اشاره لیکلي، دا راپور دوې ورځې وروسته له هغه خپور شوی چې په کابل کې وروستې پېښه د ۲۰۰۱میلادي کال راهيسي له تر ټولو لویو پېښو څخه یوه وه.

مقاله لیکي د شنبې په دې پېښه کې اتیا کسان ووژل شول او لږ تر لږه دوه سوه نور ټپيان شول. د نوېو معلوماتو له مخې، د روغتيا د وزير په وينا، په دې پېښه کې ۶۶ کسان وژل شوي دي.

مقاله زياتوي چې په راپور کې دغه حمله نه ده شامله شوې. د دې حملې مسئولیت د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې منلی دی.

د ملګرو ملتونو دفتر يوناما په ۲۰۰۹میلادي کال کې په افغانستان کې د ملکيانو تلفات ثبتول پيل کړل.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې دغه دفتر يوولس زره او دوه ملکي تلفات ثبت کړي دي.

د راپور له مخې حکومت ضد ډلې لکه طالبان د سږکال د لومړيو شپږو مياشتو د شپېته فيصده ملکي تلفاتو مسئولین دي.

راپور وايي چې د حکومت پلوه ځواکونو له لاسه تلفات ۴۷ فيصده زياته شوي. نړیوال ځواکونه په يو فیصده تلفاتو تورن شوي دي.

وال سټريټ ژورنال په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت او په کابل کې د وروستۍ پېښې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې په کابل کې وروستۍ خونړۍ پېښه د افغانستان له ختيځه دباندې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې لومړۍ لويه حمله وه.

مقاله زياتوي چې له دې پېښې وروسته په کابل کې امنيتي اقدامات زیات شوي دي.

ولسمشر غني امر کړی چې په ځانګړې توګه د کابل په لویديځ کې امنيتي اقدامات بايد زيات شي.

حمله په همدې سیمه کې شوې وه. ولسمشر غني په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغان امنیتي ځواکونه به د دې حملې غچ واخلي.

مقاله ليکي، حکومت همدا راز د لسو ورځو لپاره پر هر ډول لاریونو بنديز لګولی چې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG