د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

حاجي اغا: حکومت دې پانګوالو ته د پانګونې شرایط برابر کړي


د افغانستان د متشبسیونو عالي بورډ وايي، حکومت باید هېواد ته د افغان پانګوالو له راتګ څخه د ملاتړ ترڅنګ د دوی امنیت تامین او د پانګونې لپاره ورته مناسب شرایط برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې ګواګې پاکستان ۱۲۰۰ افغان سوداګرو ته ګواښ کړی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو له دغه هېواده ووځي.

د افغانستان د متشبسیونو عالي بورډ د مدیره پلاوي مشر رحم الدین حاجي اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د پانګوالو لپاره ځمکه، برېښنا او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

دی وايي:

"د افغانستان له حکومت څخه هیله کوم چې له دا ډول پانګوالو ملاتړ وکړي خو له بده مرغه اوس چې کوم پانګوال د هېواد په داخل کې له مشکلاتو سره مخامخ دي په همدې ارتباط د دولت د جدي ملاتړ غوښتنه کوو، د ځمکې برېښنا او نورو اسانتیاوو برابرول د دولت دنده ده."

حاجي آغا همدا راز وایي، که افغان حکومت په هېواد کې دننه سوداګرو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره نه کړي سوداګر به ناهیلې شي او خپلې پانګې به بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د سوداګرې خونې چارواکو ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ناندریو وروسته افغان پانګوال وال غواړي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له ایالتونو خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پراساس افغان پانګوال د ډیورنډ له فرضي کرښې اخوا ۲۴۰ شرکتونه لري او شاوخوا یونیم میلیارد ډالره پانګونه یې کړې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ولرو خو هغوۍ په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، که دغه سوداګر افغانستان ته راشي دوی به ورته د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي هڅه کوي چې د افغان پانګوالو سربیره بهرني پانګوال هم په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"له دې پانګوالو افغان حکومت او په خاصه توګه د سوداګرۍ وزارت هرکلی کوي او د دوي لپاره د مناسبې کاري زمینې د برابریدو په برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي ، د خپل هېواد دروازې یې تل پرمخ خلاصې دي څو راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي."

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا وايي چې حکومت باید د پانګونې لپاره د مناسبې زمینې د برابرېدو ترڅنګ د هغوي امنیت هم تامین کړي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد اکبر وايي، که حکومت په دې برخه کې اقدامات ونکړي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي او هغوي چې په هیواد کې دننه یې هم پانګونه کړې خپلې سرمایې به له افغانستان څخه وباسي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG