د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

چاوش اوغلو د امریکا او ترکیې د اړیکو د خرابیدو خبرداری ورکړ


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبر ترک ټلویزیون سره په ځانګړي مرکه کې د ولسمشر اردوغان د رژیم مخالف فتح اله ګولن د نه سپارلو په صورت کې د امریکا او ترکیې د اړیکو د خرابیدو خبرداری ورکړی دی.

فتح اله ګولن چې د ترکيي حکومت د تېرې اوونۍ د کودتا په تنظیمولو تورن کړی دی، د امریکا په پنسلوانیا کې اوسیږي. ترکیې له امریکا څخه د ګولن د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو امریکا وایي، ترکیه باید په کودتا کې د ګولن د لاس لرلو په اړه قانع کوونکي شواهد وړاندې کړي.

مولود چاوش اوغلو ویلي؛ دی به امریکا ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد له سیاستوالو او قضایې چارواکو سره وګوري.

چاوش اوغلو دغه راز په ترکیې کې د ناکامې کودتا په تړاو د ځینو سفیرانو د لېرې کېدو خبره هم کړې ده، خو تراوسه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

په یوه تازه خبر کې چې د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو خپور کړی، راغلي چې حکومت د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم ورکړی دی.

د اردوغان حکومت تر کودتا وړاندې هم په ترکیې کې د بیان آزادۍ د محدودولو له کبله تر انتقاد لاندې وو، خو حکومت دا تورونه اوانتقادونه ردول.

ترکي چارواکو تر کودتا وروسته په هغه هېواد کې د څه باندي شپیته زره کسانو یا دندې ځنډولي، یا یې نیولي دي. په دې کې سرتیري، پولیس افسران، قاضیان، ښوونکي او مدني فعالان شامل دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي که چېرې خلک وغواړي چمتو دی چې د اعدام سزا قانون بیا نافذ کړي.

بل خوا د اروپایې اتحادیې مشر جین کلوډ جنکر نن ویلي چې ترکیه له اوسني دریځ سره نه شي کولی په نژدې راتلونکي او ان د ډیرې مودې لپاره د اروپایې اتحادیې غړېتوب تر لاسه کړي.

جنکر د نورو اروپایې مشرانو له قوله ویلي چې که ترکیه د اعدام سزا بیا راپورته کړي نو له اروپایې اتحادیې سره د ترکیې د غړیتوب په اړه بحثونه به د اوس لپاره ودرول شي.

جنکر زیاتوي یو داسې هېواد چې په اساسي قانون کې یې د اعدام سزا ځای ولري، هغه هېواد په اروپایې اتحادیه کې ځای نه لري.

XS
SM
MD
LG