د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

میثم: د اوونۍ تر پایه د انتخاباتي نظام اصلاح بدیل طرحه جوړېږي


سپېدار ماڼۍ، اجرائیه ریاست
سپېدار ماڼۍ، اجرائیه ریاست

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي د حکومت مشران هڅه کوي چې تر راتلونکو څو ورځو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یوه عملي او قانوني طرحه جوړه کړي.

اجرائیه ریاست وايي د انتخاباتي اصلاحاتو د بدیل طرحه به د روانې اوونۍ په وروستیو کې له رسنیو سره شریکه شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت دواړه مشران د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره پر یوې جامع طرحې کار کوي.

ښاغلي میثم که څه هم د دغې طرحې په اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل خو وايي هڅې کېږي چې د بروکسل له ناستې مخکې د انتخاباتي نظام په برخه کې لازم ګامونه پورته شي.

میثم: د حکومت مشران هڅه کوي چې راتلونکو څو ورځو کې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره طرحه نهايي شي.
میثم: د حکومت مشران هڅه کوي چې راتلونکو څو ورځو کې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره طرحه نهايي شي.

دی وايي:

"د حکومت بله برنامه به د اوونۍ په پای کې اعلان شي د انتخاباتي نظام د بدیل طرحه به له رسنیو او خلکو سره شریکه شي، د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي چې راتلونکو څو ورځو کې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره طرحه نهايي شي څو موږ وکړای شو چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړو."

نوموړی وايي دا چې د ملي شورا غړي په رخصیتو کې دي ښايي د انتخاباتي نظام د اصلاح بدیل طرحه ملي شورا ته ونه‎لېږل شي.

د ښاغلي میثم په خبره د انتخاباتي نظام د اصلاح د بدیل طرحې لپاره بحثونه له مشرانو، د ملي شورا له غړو، سیاسي، جهادي مشرانو او د مدني ټولنې له فعالینو سره روان دي.

د دغې طرحې جوړښت ته چمتووالی له هغې وروسته نیول کېږي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دوهم فرمان د ملي شورا د ګډې کمېټې له لوري هم رد شو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا مسؤلین وايي د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره هره طرحه چې جوړېږي باید د انتخاباتي نظام د اصلاح د کمېسیون د پیشنهادي طرحې سره مطابقت ولري.

سپین‌غر: دغه طرحه دې د انتخاباتي نظام د اصلاح له کمېسیون سره همغږي ولري.
سپین‌غر: دغه طرحه دې د انتخاباتي نظام د اصلاح له کمېسیون سره همغږي ولري.

د دغه بنسټ مشر جانداد سپین‎غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که د کمېسیون له طرحې دباندې هغوی طرحې جوړوي دا به په دې معنا وي چې اصلاحات حکومتي دي او د خلکو او مدني ټولنو نظریات به په‎کې شامل نه‎وي زه د همدې لپاره وایم چې باید د طرحې جزئیات روښانه کړي څو خلک پوه شي چې دغه طرحه د انتخاباتي نظام د اصلاح له کمېسیون سره همغږي ولري."

په همدې حال کې یو شمېر حقوقي کارپوهان وايي د اساسي قانون له مخې که حکومت غواړي په انتخاباتي قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړي باید له ملي شورا سره په همغږۍ دا کار وکړي که نه له هغې پرته به مشروعیت ونه‎لري.

حقوقي کارپوه اجمل هوډمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که د حکومت له لوري په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو طرحه له نافذه قوانیونو سره په مخالفت کې نه‎وي مشکل نه‎لري خو که داسې موارد په‎کې موجود وي چې په هېواد کې له نافذه قوانیونو سره په ټکر کې وي بیا نو مشروعیت نه‎لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG