د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

یلدریم: ښایي ځینې عصبي خلک د ماتې له امله د غچ اخیستلو هڅه وکړي


د ترکیې صدراعظم خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنیت‎یې ټینګ شوی او حکومت پر چارو کنټرول لري.

د ترکیې صدراعظم وايي، د کودتا په تړاو د تشدد امکان په بشپړ ډول پای ته نه‎دی رسېدلی او ښايي ځیني کسان لاهم د ګډوډۍ جوړولو هڅې وکړي.

خو بن‎علي یلدریم پرون [جمعه] خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت پر چارو کنټرول ټینګ کړی دی.

بن‎علي یلدریم وايي:

"خطر لاندې ختم شوی خو زموږ خلک باید تشویش ونه‎کړي. دا په دې معنی چې زموږ خلک باید ډاډ ولري چې امنیت ټینګ شوی دی. ژوند عادي حالت لري خو موږ بې پروايي نه‎شو کولائ. موږ باید با خبر اووسو او حتی که د خطر امکان کم هم وي، ښايي ځیني عصبي خلک د ماتې له امله د غچ اخیستلو هڅه وکړي. موږ د دې د مخنیوي لپاره لازم اقدام کړی دی. "

یلدریم: حکومت پر چارو کنټرول لري.
یلدریم: حکومت پر چارو کنټرول لري.

له بل پلوه، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ کړنلارې مشرې فدریکا موګریني په ترکیه کې د کودتا د ناکامې هڅې په تړاو په ډله‎ییز ډول د خلکو پر نیولو او مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د منلو وړ کار نه‎دی.

فدریکا موګریني پر ترکیه غږ وکړ چې د قانون او بشري حقونو درناوی وکړي.

اروپايي اتحادیې هم اندېښنه څرګنده کړې چې ترکیه به د یو شمېر مظاهره‎چیانو پر ضد د اعدام د حکم په برحاله کولو، د اروپا د بشري حقونو پر کنوانسیون تېری وکړي.

موګریني په ډله‎ییز ډول د خلکو پر نیولو او مجازاتو نیوکه کړې.
موګریني په ډله‎ییز ډول د خلکو پر نیولو او مجازاتو نیوکه کړې.

د ترکیې حکومت له اروپايي اتحادیې سره د یو ځای کېدو په تمه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د اعدام پر سزا بندیز لګولی دی.

بروکسل پرون ترکیې ته خبرداری ورکړ چې په محاکمو کې د اعدام حکم برحاله کول، په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره د دې هېواد د غوښتنې د ردېدلو معنی لري.

د ترکیې عدلیه وزیر ویلي چې اروپايي اتحادیه نور دوی ته نه‎شي ویلائ چې څه وکړي ځکه ترکیه‎یې څو لسیزې د دې ټولنې په دروازه کې انتظار ته مجبوره کړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې له کودتاچیانو سره به د بېلتون غوښتونکي، ترورېست سازمان د غړو په توګه چلند کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو هم پرون څرګنده کړه چې واشنګټن وړاندیز ورته کړی چې په امریکا کې د مېشت ترکي شیخ فتح‎الله ګولېن د بېرته ایستلو پر امکان د غور لپاره کمېسیون جوړ شي.

چاوش اغلو پرون څرګنده کړه چې ترکیه په دې کمېسیون کې ګډون ته تیاره ده.

هغه ټینګار وکړ چې که امریکا په دې اړه پرېکړې ته جدي وي، په لنډ وخت کې د فتح‎الله ګولېن د ایستلو پرېکړه کېدلائ شي خو په غیر صورت کې دا پروسه ښايي کلونه وخت ونیسي.

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان پر فتح‎الله ګولېن د جولاي په پنځلسمه د ناکامې کودتا د طرحې جوړولو تور لګولی دی.

ګولېن د ترکیې په ناکامه کودتا کې له لاس لرلو انکار کړی دی.
ګولېن د ترکیې په ناکامه کودتا کې له لاس لرلو انکار کړی دی.

فتح‎الله ګولېن ۷۵ کلن او له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې په امریکا کې مېشت دی.

هغه په ترکیه کې د رژیم پر ضد کودتا ناکامه هڅه غندلې او په دې پېښه کې یې له لاس درلودو انکار کړی دی.

فتح‏‌الله ګولېن ویلي چې دا کودتا ښايي ولسمشر اردوغان پلان کړې ځکه غواړي چې په دې ډول اپوزېسیون وځپي او پر ترکیه خپله واکمني لا ټینګه کړي.

انقرې ویلي چې د امریکا له متحدو ایالاتو به وغواړي چې فتح‏الله ګولېن ورته وسپاري خو تر اوسه‏یې دا کار، رسماً نه‏دی کړی. ترکي چارواکو ویلي چې د ګولېن پر ضد ځیني اسناد یې واشنګټن ته لېږلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي، واشنګټن به د ګولېن د بېرته ستنولو پر غوښتنلیک غور وکړي خو د هغه د ستنولو لپاره باید دقیق او مؤثق اسناد ورته وسپارل شي.

په ترکیه کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ تنه چې د ګولېن په پلوي تورن دي، له کودتا سره د ارتباط په تور نیول شوي دي.

په ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې سره د تړاو په تور لږ تر لږه ۱۰ زره کسان ونیول شوو چې لوړ رتبه جنرالان، د پولیسو افسران او قاضیان په‏کې شاملېږي.

رپوټونه وايي، لږ تر لږه ۵۰ زره کسان له دندو لیرې شوي دي.

د ترکیې حریت ورځپاڼې پرون خبر ورکړ چې انقره ښايي د دې کسانو د محاکمې لپاره ځانګړې محکمې جوړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG