د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

څېړنه: داعش له څلورو اړخونو افغانستان ته ګواښ دی


د افغانستان د ځوانانو فرهنګي او مدني ټولنې د یوه علمي بحث په ترسره کولو وویل، داعش هڅه کوي چې د دغه هېواد سیاسي جفرافیي ته د ځان په ګټه بدلون ورکړي.

دغې ټولنې افغانستان ته د داعش ډلې ګواښونو ته په پام د پنجشنبې په ورځ په یوه علمي کنفراس کې بحث وکړ.

یوه څیړونکي حسین رحیمي چې په یاد بحث کې یې برخه اخیستې وویل چې د داعش په اړه د ده څېړنه دا ښيي چې دغه ډله له څلورو سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي اړخونو افغانستان ته ګواښ دی.

څیړونکی حسین رحیمي
څیړونکی حسین رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د داعش اساسي ګواښونه په څلورو برخو کې دي، د افغانستان سیاست نه مني، په ټولنيز اړخ کې د ټولنيز ګډون نظام نه مني، د اقتصادي له اړخه کانونه، تجارتي او ټرانزیټي لارې امکان لري داعش لپاره یو اقتصادي هدف وي او د فرهنګ له اړخه هغه دیني، فرهنکي ارزښتونه چې د هغه په اساس افغانستان خلک خپل فرهنګي نظام پر مخ بیایي د داعش لپاره د منلو وړ نه دي."

خو ښاغلي رحیمي وویل چې داعش په افغانستان کې د ایډیالوژیکي تناقض له پلوه نه شي کولای د عراق او سوریې په څېر بریاوې ترلاسه کړي.

ده وویل، څېړنې ښيي چې د داعش پیدایښت هم د ایډیالوژیکې انګیزې له مخې دی او هره ورځ درې میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.

څېړنې ښيي چې د داعش پیدایښت هم د ایډیالوژیکې انګیزې له مخې دی
څېړنې ښيي چې د داعش پیدایښت هم د ایډیالوژیکې انګیزې له مخې دی

د دغې څېړنې له مخې داعش د تیلو له خرڅلاو، د تاریخي اثارو، وسلې او نشه يي توکو له قاچاق او په ورته وخت کې سل سوداګر په فردي توګه له دغې ډلې نه مالي ملاتړ کوي او ځیني هېوادونه هم په یوه نه يوه ډول د دې ډلې ملاتړ ته ولاړ دي.

دا څېړنه ښيي چې د داعش افراطي ډله په ۲۰۰۳میلادي کال کې د القاعدې له ماتې وروسته د القاعده شبکې له منځه په عراق کې د اسلامي خلافت په هدف رامنځته شوه او له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې یې ابوبکر البغدادي مشري په غاړه لري.

شاوخوا ۱۶ میاشتې وړاندې د داعش وسله والو د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې سر پورته کړ او په کمه موده کې یې خپل فعالیتونه د دغه ولایت هسکې مینې، نازیانو، سپین غر، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ته وغځول.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د جمعې په ورځ په افغانستان کې د داعش د لمنځه وړلو لپاره فرمان ورکړی دی.

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت باید د داعش پر ضد له نړیوال ایتلاف سره همغږۍ شي او هڅه دې وشي چې د دغې ډلې مالي سرچینې وچې شي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ذکریا ذکریا
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ذکریا ذکریا

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ذکریا ذکریا چې په افغانستان کې د داعش د خطر پیژندنې په کنفراس کې ګډون کړی په دې اړه وايي:

"باید د نړېوالې ټولنې او د داعش پرضد له نړیوال ائتلاف سره د داعش د سرچينو وچولو لپاره په همغږۍ پر مخ ولاړ شو په دې معنا چې د افغانستان کانونه باید د کنټرول لاندې ونیول شي، په افغانستان کې نشه يي توکې له منځه ولاړ شي، د قانون حاکمیت باید یو ډول تطبیق شي او د فساد مبارزه باید په یوه مهم اصل واوړي. "

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ادعا کړې وه چې حکومت د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نه لري او دغه ډله یوه خطرناکه نړیواله پروژه ده چې له منځه وړل یې اسانه کار نه دی.

خو له دې وړاندې د دفاع وزارت ویلي و چې د داعش په ګډون د ټولو بهرنیو جنګیالیو د لمنځه وړلو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او هڅه کیږي چې ژر تر ژره داعش په افغانستان کې لمنځه یوړل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG