د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ناټو د افغان هوایي ځواک لپاره نور سلاکاران هم ګماري


ناټو وایي له افغان هوایي ځواکونو سره خپلې همکارۍ پراخوي او ښایې په بېلابېلو برخو کې نور سلاکارن هم وګماري.

په افغانستان کې د دغه سازمان ویاند ډګروال کارول پارانیک د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"موږ شاید ډېر سلاکارن د هوایي ځواکونو په بېلابېلو برخو کې وګمارو. لکه څرنګه چې موږ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته سلا مشورې ورکوو، موږ به دا کار له هوایي ځواکونو سره هم وکړو."

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې ناټو به د پیلوټانو او هوایي پرسونل په روزنه کې هم له افغان هوایي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله به افغان هوایي ځواک په پښو ودروي او ولسمشر اشرف غني هم وایي چې پر دې برخې به حکومت زیاته پانګونه وکړي.

د هوایې ځواکونو عمومي قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وایي، افغان ځواکونه دا مهال څلور A-29 ډوله، لسګونه اکتشافي الوتکې او یو شمېر هلیکوپټرې او بار وړونکې الوتکې په واک کې لري.

د افغانستان د هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک
د افغانستان د هوايي قوتونو عمومي قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردک

په همدې حال کې پوځي کارپوه حی ګل سلیمانخیل وایي، دا چې افغان ځواکونه له ناټو څخه تجهیزات تر لاسه کوي نو اړینه ده چې د دغو تجهیزاتو د کارولو لپاره ناټو افغانانو ته سلا مشورې هم ورکړي.

ښاغلي سلیمانخېل زیاته کړه:

"موږ اوس جدي اړتیا لرو او دا مهمه ده چې ناټو او امریکا زموږ سره د ظرفیتونو په روزنه کې مرسته وکړي."

د ناټو ویاند کارول پارانیک وایي، د ځمکنیو ځواکونو په پرتله هوایي ځواکونه متحرکه دي او ژر کولای شي د جګړې په سیمه کې عملیات وکړي او اکمالات ورسوي.

د دفاع وزارت هم د جګړې په ډګر کې د افغان هوایي ځواکونو پر مؤثریت د ټینګار په ترڅ کې وایي چې دغه ځواکونه هره شپه شاوخوا لس هوایې عملیات تر سره کوي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG