د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

واشنګټن کې له عراق سره د ۲.۱میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وشوه


په واشنګټن کې پرون چهارشنبې د عراق د ملاتړ لپاره په نړیوال کنفرانس کې د دوه اعشاره یو میلیارد ډالر مرستې ژمنه وشوه.

په دې کنفرانس کې د کاناډا، جرمني، کویټ، هالنډ او جاپان استازو هم د کوربنو په توګه ګډون کړی او له نړیوالې ټولنې یې د عراق د ثبات لپاره یې د اضافي مالي مرستو غوښتنه کړې وه.

په واشنګټن کې په دې کنفرانس کې د ۲۴ هېوادونو استازو ګډون کړی وو او د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او یو شمېر نورو مرستندویه نړیوالو سازمانونو استازي هم ورغلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عراق په فلوجه ښار کې د روان بشري بحران او بنیادي مرستو ته د عراقیانو د اړتیا په اړه خپریدونکي رپوټونه څرګندوي چې د داعش پر ضد روانې جګړې پر ملګي وګړو څومره ناوړه اغېز کړی دی.

د دې وزارت په وینا، هغه رپوټونه چې په عراق کې د جګړې له امله د بې کوره شوېو انسانانو د ژوند په اړه خپریږي، له دې هېواد سره د نړیوالو د بېړنیو بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره مبارزه له پایته رسېدو لېرې ده او د عراق حکومت په دې برخه کې د بري لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

جان کري وویل، د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره مبارزه له پایته رسېدو لېرې ده
جان کري وویل، د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره مبارزه له پایته رسېدو لېرې ده

د کري په وینا، په هغو سیمو کې چې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو په پایله کې د داعش له لاسه وتلې، د عراقیانو د بیا مېشتولو او ثبات ټینګولو لپاره د نړیوالو مرستې مهمې دي.

جان کري ټینګار وکړ چې د عراق حکومت د داعش پر ضد د مبارزې د بري لپاره اضافي مرستو ته اړتیا لري چې د جګړې له امله اغېزمنو خلکو ته یې ورسوي.

هغه زیاته کړه چې داعش یوازې د پوځي عملیاتو په مټ له منځه نه شي تلای خو په عراق او سوریه کې يې د دې وسله والې ډلې پر ضد پرمختګ مهم بللی دی.

جان کري وايي:

"په عراق کې زیاتې سیمې بېرته نیول شوې او موږ د پرمختګ په حال کې یو. په سوریه کې زیاتې سیمې له داعشه پاکیدو ته نږدې دي او د داعش زیات جنګي قوماندانان د جګړې له ډګره محو شوي دي. "

جان کري پرون وویل چې راغونډې شوې مرستې به له عراق سره د نړیوالو له نورو عادي مرستو بېلې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لږ تر لږه ۱۰ میلیونه عراقیان ډېرو ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګر ملتونو سازمان سږ کال له عراق سره د عاجلو بشري مرستو لپاره د ۸۶۱ میلیون ډالرو غوښتنه کړې او ویلي ېې دي چې که دا پيسې په یوه میاشت کې را غونډې نه کړي، د عراق لپاره د دوی د مرستندویه پروګرامونو لویه برخه به بنده شي.

کري: لږ تر لږه ۱۰ میلیونه عراقیان ډېرو ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري.
کري: لږ تر لږه ۱۰ میلیونه عراقیان ډېرو ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا متحد ایالات وايي چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې یې له عراق سره لږ تر لږه ۷۷۸ میلیون ډالره مرسته کړې او ژمنه یې کړې چې په نږدې راتلونکې کې به نور ۲۰ میلیون ډالر هم ورکړي.

امریکا په داسې حال کې د عراق د ثبات لپاره مرستې غونډوي چې په عراق کې د صدراعظم حیدر العبادي حکومت له کورنۍ بې ثباتي سره مخامخ دی.

د عراق د کورنیو چارو او نفت وزیرانو په ګډون د ولسمشر حیدرالعبادي د کابینې ۶ وزیرانو روانه اوونۍ له خپلو دندو استعفی وکړه.

رپوټونه وايي، ښايي د ولسمشر حیدر العبادي لپاره دا ګرانه وي چې د کورنیو چارو او نفت په څېر مهمو وزارتونو ته نوي کاندیدان غوره او په خپل پارلمان کې چې ویشل شوی دی، کافي ملاتړ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG