د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

افغان کرکټ لوبډله به د هالنډ له ټيم سره میدان ته ووځي


ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د انټرکانټیننټل کپ په سیالیو کې د هالنډ له ټيم سره میدان ته ووځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به په هالنډ کې د روانې میاشتې په شلمه نېټه جوړې شي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د انټرکانټیننټل په کپ کې د هالنډ له ټيم سره یوه څلور ورځنۍ سیالۍ لري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ټيم د سې شنبې په ورځ د ایرلنډ سره په خپله پنځمه یوه ورځنۍ سیالي وبایلله.

XS
SM
MD
LG