د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

عزیزي: د کابل ښاروالۍ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج اعلان شول


د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې له ژمنې سره سم یې د فساد پر وړاندې جدي هلې ځلې پیل کړي او په یوه تازه اقدام کې یې د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو مامورینو دوسیې تېره اوونۍ د هر اړخېزو پلټنو لپاره لوی څارنوالي ته سپارل شوې دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"تازه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لویې څارنوالۍ د حکم پر اساس د ښاروالۍ ۱۱۰ کسه ممنوع الخروج اعلان شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي او زموږ د حقیقت موندنې پلاوی او څارنوالان په دې برخه کې کار کوي څو د ټولو مواردو څېړنې بشپړې شي چې بیا به نتیجه د افغانستان خلکو ته وویل شي."

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د میدان وردګو د پخواني امنیه قومندان خلیل انداربي همدارنګه د هلمند د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ د فساد په دوسیو باندې د پلټنې جدي کارونه روان دي او څارنوالۍ دا مسئله جدي نیولې ده.

افغان حکومت څه موده وړاندې د فساد سره د ټینګې او جدي مبارزې لپاره د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړ کړ چې ستره محکمه، لوی څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزات یې غړیتوب لري.

د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې د دغه مرکز په اداري تشکېلاتو کار روان دی او په بشپړېدو سره به عملا په کار پیل وکړي.

د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې د دغه مرکز په اداري تشکېلاتو کار روان دی
د افغانستان لوی څارنوالي وايي چې د دغه مرکز په اداري تشکېلاتو کار روان دی

بصیر عزیزي په خبري غوڼده کې همدارنګه وویل چې دغه مرکز به د فساد پر وړاندې د انتي وایرس په څیر عمل وکړي.

دی وايي:

"له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د یوه ماشین یا انټې ویروس په څېر چې وکړای شي د خلکو غوښتو ته ځواب ووايي او د حکومت په هغو بنسټونو کې چې فساد موجود دی دا ماشین یې پیدا کړای شي او د قانون له ناقضیونو سره به موږ جدي او قانوني چلند وکړو."

دا قدامات وروسته له هغې کېږي چې په افغانستان کې د اروپایې ټولنې مسؤلینو له جګړې وروسته ادارې فساد تر ټولو لویه ستونزه بللې او ټينګار یې کړی چې دا مسله به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې زیانمنې کړي.

بل خوا د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د جوزا په ۹ مه ویلي و چې ډېر ژر به خلک د فساد په وړاندې د مبارزې د یوه ماشین شاهدان اووسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG