د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د نشه‎يي توکو پر وړاندې مبارزې وزارت خپل قانون کې تعدیلات راوستل


د افغانستان له نشه‎یي توکو سره د مبارزې وزارت د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون کې تعدیلات رامنځته کړي او د تائید لپاره‎یې ملي شورا ته استولي دي.

دغه وزارت وايي دا چې نشه‎يي توکي د افغانستان یو له اساسي ستونزو څخه ده نو لازمي ده چې په دې برخه کې په پالېسیو او قوانینو کې لازم تعدیلات او تغییرات رامنځته شي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي چې له نشه‎يي توکو سره د مؤثرې مبارزې په هدف‎یې د قانون تر څنګ په خپلو ځینو نورو پالېسیو بیا غور پیل کړی دی.

د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ له نشه‎یي توکو سره د مبارزې د یووالي د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې‎یې تعدیلات رامنځته کړي او ملي شورا ته‎یې استولي دي.

عظیمي: د ځینو مربوطه پالېسیو د بیا غور او انکشاف لپاره کار پیل شوی.
عظیمي: د ځینو مربوطه پالېسیو د بیا غور او انکشاف لپاره کار پیل شوی.

مېرمن عظیمي وايي:

"د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ځینو مربوطه پالېسیو د بیا غور او انکشاف لپاره کار پیل کړی او همداراز د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې یې تعدیلات نهايي کړي او هغه‎یې د تائید لپاره ملي شورا ته استولي څو موجوده وضعیت ته په کتو د نشه‎يي توکو پر وړاندې مؤثر او هغه ګامونه چې په عمل استواره وي واخېستل شي."

که څه هم مېرمن عظیمي په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل چې د نشه‎یي توکو د قانون په کومو برخو کې تعدیلات رامنځته شوي خو دا یې وویل چې د دغه قانون په عملي کېدو به د نشه‎يي توکو پر وړاندې مبارزه منسجمه او مؤثره شي.

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په داسې حال کې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د تعدیل خبره کوي چې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د افغانستان او امریکا د مبارزې وزارتونو په ترسره شوې تازه سروې کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان پر نشه‎يي توکو روږدي دي او نېږدې شل سنله افغانان د دغې پدیدې له مستقیم ګواښ سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني مېرمن، رولا غني چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود وايي، ټول افغانان باید د نشه‎يي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره لاسونه سره یو کړي.

مېرمن غني وویل که د نشه‎يي توکو مخنیوی ونه‎شي دغه پدیده به د خاموشه طوفان په څېر ټولنه د تباهي پر لور بوځي.

غنی: په مخدره موادو اعتیاد د یوه خاموشه طوفان په څېر دی.
غنی: په مخدره موادو اعتیاد د یوه خاموشه طوفان په څېر دی.

مېرمن غني وايي:

"په مخدره موادو اعتیاد د یوه خاموشه طوفان په څېر دی چې ټولنه د تباهۍ پر لور بیايي او باید د مخنیوي لارې‎یې ولټول شي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بیا وايي چې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په هدف‎یې داسې هڅې پیل کړي چې تعلیمي نصاب کې دغې موضوع ته ځای ورکړي.

د لوړو زده کړو وزیرې مېرمن فریدې مهمند له نشه‎یي توکو سره د مبارزې د یووالي د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په تحصیلي نصاب کې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې د موضوع ځایول به تر ډېره د دغې پدیدې په وړاندې له مبارزې سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG