د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

هاشمی: کندز کې څه باندې ۸ زره کورنۍ د جګړې له امله بې‎ځایه شوي


په کندز کې د دوامداره جګړو او نا امنیو له کبله په روان کال کې څه باندې ۸ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي او اوس مهال له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه ولایت کې د دوامداره جګړو تر څنګ همدارنګه په کلیوالو سیمو کې د وسله‎والو طالبانو او د بهرنیو جنګیالیو شتون د ملکي وګړو ژوند تریخ کړی دی.

د کندز د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالسلام هاشمي د معلوماتو له مخې سږ کال د جګړو او ناامنیو له کبله د دې ولایت له مختلفو سیمو څخه ۸۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي.

په همدې حال کې یو شمېر بې‌ځایه شوي خلک بیا وايي، چې یو اندازه مرستې یې ترلاسه کړي دي، خو هغه د دوی لپاره بسنه نه‎کوي.

په ورته وخت کې بیا یو شمېر نور بې‌ځایه شوي خلک وايي، چې تر اوسه پورې دوی اړینې مرستې نه‎دې ترلاسه کړي.

هاشمي: ۸۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي.
هاشمي: ۸۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي.

له دوی څخه شیر احمد، خان محمد او نسیم ګل ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ د دې جګړه مارانو له لاسه در په دره شوي یو هر څه مو له لاسه ورکړي دي او تر اوسه پورې له موږ سره چا مرسته هم نه ده کړې."

"یو اندازه کمک له موږ سره شوی خو هغه بسنه نه‌کوي، ځکه زموږ کورونه د جګړو په اور کې سوځېدلي دي در په دره یو."

"دا څه حال دی ټوله ورځ جنګ دی، ټول خلک د دې جنګ او نا امنیو له کبله له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي او اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم پر حکومت باندې انتقاد کوي چې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره‌یې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

دوی وايي، هغه پوځي عملیاتونه چې د طالبانو پر وړاندې په دې ولایت کې پیل شوي دي، خو تر اوسه بې‌ځایه شويو خلکو لپاره خپلو سیمو ته د بېرته تګ زمینه نه ده برابره شوې.

ولي: اړینې مرستې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره نه‌دي شوي.
ولي: اړینې مرستې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره نه‌دي شوي.

د ولایتی شورا یو تن غړي امرالدین ولي په دې اړه داسې وویل:

"تر اوسه پورې داسې عملیاتونه هم نه‌دي پیل شوي چې د کندز سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي چې خلک بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي همدارنګه داسې اړینې مرستې هم له بې‌ځایه شویو کورنیو سره نه‌دي شوي چې د هغوی ستونزې ورسره هوارې شي."

بل‌خوا د کندز د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالسلام هاشمي بیا وايي، چې دوی تر اوسه پورې پر څه باندې ۴ زره بې‌ځایه شویو کورنیو باندې مرستې وېشلې دي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي چې د دوی هڅې د مرستو د جلبولو په برخه کې جریان لري، څو پر پاتې کورنیو باندې هم اړینې مرستې ووېشي.

ښاغلی هاشمي وايي:

"د جګړو له کبله ۸۵۰۰ کورنۍ سږ کال د کندز له بېلابېلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي او تر اوسه پورې موږ پر څه باندې ۴ زره کورنیو باندې کمکونه وېشلي دي.

په همدې حال کې په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محمد اکرم سامح وايي، چې اوس مهال د افغان ګډو ځواکونو عملیات د دې ولایت په شاوخوا سیمو کې دوام لري، څو د کندز ټولې سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه شي او بې‌ځایه شویو کورنیو ته د بېرته تګ زمینه برابره شي.

سامح: د افغان ګډو ځواکونو عملیات د دې ولایت په شاوخوا سیمو کې دوام لري.
سامح: د افغان ګډو ځواکونو عملیات د دې ولایت په شاوخوا سیمو کې دوام لري.

ښاغلي سامح په دې اړه داسې وویل:

"اوس مهال زموږ عملیات د کندز په شاوخوا سیمو کې دوام لري همدارنګه موږ په چهاردرې ولسوالۍ کې، د باغ شرکت په سیمه کې او د کندز د لويو لارو په اږدو کې عملیات درلودل او لاهم زموږ عملیات د طالبانو د ځپلو په هدف په دې ولایت کې دوام لري."

د کډوالو او راستنېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د جګړې او ناامنیو له کبله په دې ولایت کې څه باندې ۲۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې وې چې زیات شمېر د جګړو او ناامنیو منلو سره بېرته خپلو سیمو ته تللي دي.

کندز کې روان کال جګړو څه باندې ۸ زره کورنۍ بې‌ځایه کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د یادونې وړ ده چې د کندز زیات شمېر اوسېدونکي وايي چې د روان کال له پیل څخه دا دوهم ځل دی چې په دې ولایت کې د "شفق" په نوم د دولتي ځواکونو عملیات پیلېږي، خو تر اوسه پورې د دولت د سیوري لاندې سیمو پراختیا نه ده موندلې او د کندز اوسني وضعیت خلک ډېر په اندېښه کړي دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG