د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

ګارډین: اردوغان بې عیبه نه دی خو یو ډیموکراټ دی


د نړۍ ګڼو ورځپاڼو د جمعې په ماسختن په ترکېه کې د یوې پوځي کودتا پرناکامې هڅې لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.

ګارډین:

د ګارډین ورځپاڼې ویلي، اردوغان باید د ترکېې لپاره د خپلې هغې غوښتنې په وړاندې چې د انتقام لپاره یې لري مقاومت وکړي.

ورځپاڼه وايي: وروسته له هغې چې په ترکېه کې کودتا وشوه او بریالۍ هم نه شوه د ترکېې ولسمشر باید د یو ارام او متین سیاستوال په څېر چلن وکړي نه دا چې له دې ناکامې کودتا څخه د خپلو سیاسي مخالفانو ځپلو او له پوځ څخه د ځینو کسانو د ایستلو لپاره کار واخلي.

له هغې وخت راهیسې چې رجب طیب اردوغان لومړی د ترکېې صدراعظم او دا مهال د دې هېواد ولسمشر دی په وار وار یې ادعا کړې ده چې د ده دښمنان دده د حکومت د نسکورولو هڅه کوي.

د ګارډین ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د کودتا له هڅې وروسته یې وویل، د پوځ لیکې به تصفیه کړي او هغه کسان به له سختې سزا سره مخ شي چې په کودتا کې یې لاس درلود.

ګارډین وړاندې وايي:

رجب طیب اردوغان د لویدیځو مشرانو په وړاندې یوه محبوبه څېره نه ده.

نوموړې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د کردانو او سوریې پر سر، له اروپايي ټولنې سره د ډله ییز مهاجرت، د عربو او اسراییلو سره د جهادي ترهګرۍ او د روسیې سره د سرحدي سرغړاویو پر سر اختلافات لري.

د ورځپاڼې په وینا دا ممکنه ده چې اردوغان د ستونزو جوړونکې واوسې خو په ترکېه کې چې د ناټو غړیتوب هم لري د یو غیرې منتخب حکومت رامنځ ته کېدل تر اردوغان ډېر بدتره دي.

ګارډین وايي، اوس د ترکېې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هغه ملاتړ او خواخوږې پیدا شوې چې مخکې نه وه.

ورځپاڼه زیاتوي، رجب طیب اردوغان بې عیبه نه دی خو یو ډیموکراټ دی.

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د ترکېې پر وضعیت لیکنه کړې او وايي، د ترکېې حکومت د یوې ډلې پوځیانو هغه کودتا ناکامه کړه چې د شپې پر مهال یې یو شمېرامنیتي او دولتي ادارې په جنګي جیټ الوتکو بمبار کړې.

واشنګټن پوسټ وړاندې وايي:

د یوې ډلې یاغي افسرانو او د هغوی د ملاتړو دا اقدام په تېرو څو لسیزو کې د ترکېې د ثبات لپاره یوه مهم ګواښ و.

د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکېې په امنیتي او دولتي ادارو کې او ان په مخالفو ګوندونو کې محبوبیت لري خو د جمعې په ماښام هغوی چې کودتا یې تنظیموله دا ګومان نه کاوه چې نوموړې به په خپلو خلکو کې دومره محبوبیت ولري چې خلک به سړکونو ته راوباسي.

د واشنګټن پوسټ په وینا رجب طیب اردوغان په تېرو دیارلس کلونو کې د ځان لپاره ډېر دښمنان پیدا کړي ان د دې هېواد په پوځ کې دننه.

له هغه وخته چې نوموړی واک ته رسیدلی سلګونه د اردو افسران یې د کودتا د هڅو په تور زنداني کړي دي.

XS
SM
MD
LG