د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

نواز شريف د "عمر نري" د وژنې په اړه له اشرف غني مننه کړې


د پاکستان وزير اعظم نوازشريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې چې په خپله خاوره کې يې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان او په پېښور پوځي ښوونځي او په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د بريد مسوول او پلانوونکى وژلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو تېره اوونۍ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان عمر نرى چې په عمر منصور خراساني او الياس خليفه منصور هم مشهور و، له خپلو څلورو ملګرو سره يوځاى په يوه بريد کې وواژه.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د عمر نري تر وژنې وروسته په ټولنيزو رسنيو کې ويلي و چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دغه مهم قومندان "د افغان ولسمشر په امر په نښه او وژل شوى دى."

د پاکستان حکومتي اژانس APP د وزير اعظم نواز شريف له دفتره د يو خپور شوى بيان په حواله وايي، افغان ولسمشر غني د شنبې په ورځ وزير اعظم شریف ته ټیلیفون کړی او د هغه د روغتیا د پوښتلو ترڅنګ یې د پاکستاني طالبانو د قومندان عمر نري د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د ښاغلي شريف له دفتره خپور شوى بيان کاږي:

"وزير اعظم نواز شريف د افغانستان پر خاوره د پاکستاني طالبانو د قومندان او د پوځي ښوونځي د خونړي بريد د مسوول د وژنې له امله د ولسمشر غني مننه کړې او همدا شان يې ترهګري یوه عمومي ستونزه بللې او د حل لاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ کار کول په ګوته کړي دي."

نواز شريف له افغان ولسمشر سره په خبرو کې يو ځل بيا ټينګار کړى چې پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرۍ پر ضد په جګړه بوخت دى او د وروستي ترهګر تر ختمولو پورې دغې جګړې ته ژمن دى.

د پاکستاني طالبانو دغه قومندان "عمر نرۍ" د ٢٠١٤میلادي کال په دسمبر کې د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر پوځي ښوونځي د خونړي بريد مسوول بلل کېده چې د زده کوونکيو او د ښوونځي د کارکوونکو په ګډون په کې نږدې ١٤٤ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو.

عمر نري همدا راز د روان کال په جنورۍ کې د خيبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د بريد مسووليت هم پر غاړه اخيستى و چې لږ تر لږه ٢٢ کسان په کې مړه او تر ٢٠ زيات په کې ټپيان شوي وو.

د وزيراعظم نواز شريف له دفتره خپور شوى بيان وايي، افغان ولسمشر د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد د پاکستان او نړۍ لپاره ستره تراژېدي بللې او زياته کړې يې ده چې "د دغه غېر انساني او ناروا بريد مسوولين خپل انجام ته ورسېدل."

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دغه قومندان تر هغې څو ورځې وروسته ووژل شو چې افغان ولسمشر په وارسا کې د ناټو په کنفرانس کې پر پاکستان نيوکه کړې وه چې لا هم د "ښو" او"بدو" طالبانو ترمنځ خطرناک فرق کوي او په عملياتو کې هغه وسله وال نه په نښه کوي چې په پاکستان کې دي او په افغانستان کې بريدونه او جګړه کوي.

خو پاکستان د افغان ولسمشر دا څرګندونې مايوسه کوونکې وبللې، خو د دې ترڅنګ يې وويل چې په افغانستان کې به د تلپاتې سولې لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

تردې مخکې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف له هغه امريکايي پلاوي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت عمومي قومندان جنرال نيکولسن هم په کې و، غوښتي و چې په دې هېواد کې دې د پاکستاني طالبانو پټنځايونه له منځه يووړل شي.

د يادنې وړ ده چې پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله ډېرى پاکستاني ترهګر افغانستان ته اوښتي او له هغه ځايه پر پاکستان د بريدونو پلانونه جوړوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG