د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کرکټ بورډ: له ایرلنډ سره په سیالۍ کې نوېو لوبغاړو ته چانس ورکوو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له ایرلنډ سره په نننۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې نوېو لوبغاړو ته چانس ورکوي.

افغان کرکټ ټیم چې په ایرلنډ کې دی تر اوسه له دې هېواد سره درې یو ورځنۍ مسابقې کړي دي.

یوه لوبه د باران له امله ونه شوه، دوهمه افغانستان وګټله او په درېیمه سیالۍ کې ایرلنډ افغانستان ته ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بودرډ مرستیال عزیزالله فضلي د نننۍ لوبې د چمتوالي په اړه وايي د افغان ټیم بریا به د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان غړیتوب ډاډمن کړي.

XS
SM
MD
LG