د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

عرفان: تمه ده تر دوشنبې د ګډې کمېټې غړي معرفي شي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی هیله څرګندوي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ به د ملي شورا ګډې کمېټې ته د دوی له لوري د پلاوي د معرفي کولو موضوع نهايي شي.

د دې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډيو ته وویل چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د یو شمېر اختلافاتو له وجې دوې د شنبې په ورځ هم ونه توانیدل چې دې ګډې کمېټې ته نوی پلاوی معرفي کړي.

ټاکل شوې وه چې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسیون تېره شنبه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر پر فرمان بحث پيل کړی وای، خو ولسي جرګه لاهم نه ده توانېدلې چې خپل غړي دې کمېټې ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې یو شمېر اختلافات موجود دي خو په وینا یې چې د دوشنبې په ورځ به دا موضوع نهایې شي.

هغه زیاته کړه:

"یو شمېر اختلافات د دې سبب شوي چې موږ ونشو کړی چې دا ګډ هیئت موږ معرفي کړو او ورباندې رایې ګیري وکړو اخره نتیجه نن دا شوه چې یو بل پلاوی معرفي شي او زه هیله مند یم چې د دوشنبې په ورځ دا خبره نهایې کړو او سې شنبې او چهارشنبې چې په مخ کې لرو په دې قانون کار وشي."

نوموړي وویل که چېري دوی ونه توانېدل چې دا ګډ پلاوی معرفي کړي نو د قانون له مخې کوم فرمان چې ولسمشر صادر کړی هغه نافذ دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره د کتنې پرمهال ویلي، مخکې له دې چې د ملي شورا غړي د اوړي رخصتیو ته لاړ شي باید ګډه کمېټه کې دې د ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان تصویب کړي.

بل لور ته د مشرانو جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلمیزي بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې ولسي جرګه تورنه کړه چې انتخاباتي اصلاحاتو سره موافقه نه ده.

کلیمزی:ولسي جرګه انتخاباتي اصلاحاتو سره موافقه نه ده.
کلیمزی:ولسي جرګه انتخاباتي اصلاحاتو سره موافقه نه ده.

هغه زیاته کړه:

"د ولسي جرګې عدم موافقیت په دې کې دی چې ولسي جرګه د انتخاباتو د اصلاحاتو سره موافقه نه ده، دوی په دې باور مند دي چې د انتخاباتو کمېسیون یو قانوني کمېسیون دی او دا کمېشنران د قانون اساسي د یوې مودې لپاره ټاکل شوې دي چې د هغې مودې له پوره کېدو مخکي هیڅ څوک د هغوی د ګوښه کېدو صلاحیت نه لري، خو په خواشینۍ سره چې د ا کړنې د ملي ګټو په خلاف دي."

نوموړي همدارنګه له ولسي جرګې وغوښتل چې له مشرانو جرګې سره همکار شي او د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره داسې زمینه برابره کړي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د انتخاباتو لګښت ورکړي.

دې سره هم مهاله د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفې د شنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وویل که چېري ولسي جرګه نوره هم د انتخاباتي نظام د اصلاح په مخ کې خنډ شي دا کار به د ولسي جرګې په وړاندې د خلکو ذهنیت خراب کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG