د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

افغان کرکټر شهزاد محمدي په نړیوالو لوبو کې ۱۵۰۰ منډو ته وکړې


محمد شهزاد محمدي لومړنی افغان کرکټر دی چې ویې کولای شول په نړیوالو لوبو کې ۱۵۰۰ منډو ته ورسیږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، شهزاد محمدي د ايرلنډ په وړاندې د نن ورځې په لوبه کې وکولای شول د ۱۵۰۰ منډو واټن ته ورسیږي.

محمدي په ۴۳ لوبو کې څه باندې ۱۵۰۰ منډې کړي چې تر ټولو ډېرې منډې یې د زیمبابوې په وړاندې ۱۳۱ ناسوځیدلې منډې دي.

دا د ایرلنډ او افغانستان تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو دریمه یوه ده چې که افغانستان یې وګټي په یاد سیریز کې یې خپله اتلولي پرېکنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG