د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ګاسمن: افغانستان د زرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی


د بشري حقونو د څارنې نړیواله اداره "هیومن رایټس واچ" وايي، د افغانستان حکومت د هغو زرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی چې تر ډېرو خرابو شرایطو لاندې او په خطرناکو ځایونو کې کار کوي.

د دې نړیوال سازمان رپوټ چې نن پنجشنبې یې د خپریدو اجازه ورکړل شوې، په ۳۱ مخونو کې د افغانو ماشومانو وضعیت ته کتنه کوي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان جبري کارونو ته مجبور دي خو یوه لویه برخه یې ډېر خطرناک کارونه کوي.

دې سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د کوچنیو کار ګرانو تر نیمايي کمه برخه ښوونځي ته ځي او په داسې شرایطو کې کار کوي چې د زخمي کېدو او ان مرګ امکان يې موجود وي.

په افغانستان کې د کوچنیو کار ګرانو تر نیمايي کمه برخه ښوونځي ته ځي
په افغانستان کې د کوچنیو کار ګرانو تر نیمايي کمه برخه ښوونځي ته ځي

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان د افغانستان د چارو څارونکي پټرېشیا ګاسمن پرون ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي فقر او له قانونه سرغړونه د دې ستونزې دوه عمده عوامل دي.

پټرېشیا ګاسمن زیاته کړه:

"زموږ د رپوټ هدف دا دی چې یو وار بیا د ولسمشر غني حکومت د هغو ماشومانو وضعیت ته پام وکړي چې په خطرناکو ځایونو کې کار کوي. موږ په دې رپوټ کې هغو کارونو ته زیات پام کړی چې د کوچنیو کارګرانو ژوند له حتمي خطر سره مخامخ کوي. د بېلګې په ډول، موږ د غالیو په کارخانو کې د کوچنیانو د کار مخالف یو ځکه هغوی ته تنفسي مرضونه پیدا کوي یا فلز کاري چې د هغوی د سوځېدو او زخمي کېدو امکان په کې زیات دی. "

د بشري حقونو د څارنې د نړیوالې سازمان دې څارونکې زیاته کړه چې په افغانستان کې ان د پنځو کلونو ماشومان د کارکولو مجبوریت لري چې د دې هېواد د کار قانون او نړیوالو بشري قوانینو مخالفت کوي.

د پټرېشیا ګاسمن په وینا، د افغانستان حکومت په ۱۹ برخو کې د ماشومانو پر استخدام بندیز لګولی خو په دې هېواد کې د قوانینوعملي کولو ته کمې پاملرنې ستونزې زیاتې کړې دي.

د پټرېشیا ګوسمن په وینا، د افغانستان حکومت په ۱۹ برخو کې د ماشومانو پر استخدام بندیز لګولی
د پټرېشیا ګوسمن په وینا، د افغانستان حکومت په ۱۹ برخو کې د ماشومانو پر استخدام بندیز لګولی

پټرېشیا ګاسمن وویل، د افغانستان حکومت باید دا کړۍ پراخه او خپل قوانین عملي کړي.

ګاسمن بیا هم وايي:

"موږ دا نه وایو چې هرکار چې ماشومان یې ترسره کوي، خطر ناک دی. خو داسې مشخص ځایونه شته چې هلته د ماشومانو کار د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ دی. حکومت په دې پوهیږي چې کوچنیان باید کار ونه کړي نو له حکومته غواړو چې یوازې د بندیز په اعلان اکتفا ونه کړي بلکه دا قوانین عملي کړي. موږ غواړو چې د افغانستان پر حکومت فشار راشي چې قوانین عملي کړي ځکه دا نه یوازې د دې ستونزې د حل لپاره مرسته کوي، بلکه د افغانستان د راتلونکي لپاره سم کار دی. ولسمشر غني په خپل هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره پر فعالیت ډېر ټینګار کوي ځکه د هغه په باور اقتصادي وده وضعیت ته تغیر ورکولای شي. خو د افغانستان د کوچنیانو څلورمه برخه کار ته مجبور دي. خو موږ دقیق ارقام نه لرو چې څومره ماشومان په خطرناکو کارونو لګیا دي."

د بشري حقونو د خپلواک سازمان دې څارونکې په افغانستان کې د وسله والو ډلو له لوري د کوچینانو استخدام او په کار ځایونو کې له هغوی جنسي استفادې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل له دې امله یې خپله اندیښنه دا افغانستان له حکومت سره شریکه کړې ده.

پټرېشیا ګاسمن ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې کوچنیان په سختو کارونو ګوماري، کوچنیانو ته باید ښوونځي ته د تګ زمینه برابره کړي او د هغوی پر راتلونکې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG