د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د امریکا استازي د جمهوري غوښتونکو پر یوې مسودې رایې ورکوي


ټاکل شوې د امریکا د استازو مجلس نن د جمهوري غوښتونکو پر هغې مسودې رایې ورکړي چې له ایران سره د اټمي پروګرام د موافقې مؤثریت د کمولو په اړه یې وړاندې کړې ده.

په دې مسوده کې به د ایران له خوا د ترورېزم د هر ډول ملاتړ او یا د بشري حقونو د سرغړونې په صورت کې پر هغه هېواد نوي بندیزونه لګول کېږي، له ایرانه به د هغو اوبو پر اخېستلو بندیز لګول کېږي چې په اټمي ریکتور کې کارول کېږي او د امریکایي ډالرو د کارولو په ګډون د امریکا مالي سیسټم ته د ایران لاسرسی به له منځه ځي.

جمهوري غوښتونکې چې د استازو مجلس او سنا کنټرولوي له ایران سره د تېر کال د اټمي موافقې مخالف وه او له هغه وخته د ایران د بالسټیک توغندي له ازموینې او نورو هغو کارونو په اړه اندیښمن دي چې دوی ته پاروونکې ښکاري.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایډ رویس Ed Royce چې جمهوري غوښتونکې دی، وایي دا مهمه ده چې په خپل توان سره د ده په وینا د ایران دغه ډېر خطرناک اقدام وارزول شي.

بل خوا په همدې مجلس کې د ډیموکراټانو د اقلیت تر ټولو لوړې استازي نانسي پلوسي Nancy Pelosi د سې شنبې په ورځ پر ډیموکراتانو ټینګار کړی چې د دې قانون پر خلاف رایه ورکړي.

نانسي پلوسي پر ډیموکراتانو ټینګار کړی چې د دې قانون پر خلاف رایه ورکړي.
نانسي پلوسي پر ډیموکراتانو ټینګار کړی چې د دې قانون پر خلاف رایه ورکړي.

د دوی دلیل دا دی چې دغه نوي بدلونونه کولای شي د لاسلیک شوي اټمي موافقې مسیر بدل کړي.

سپیني ماڼۍ د جولای پر لسمه نېټه د دغې مسودې د ویټو کولو ګواښ وکړ او وایي دا کار به اټمي موافقه له منځه یوسي.

د کانګرس د چارو څارونکې وایي، که دا مسوده د استازو مجلس تصویب هم کړي ښایې د سنا مجلس څخه کافي رایې وانه خلي.

د دې لپاره چې د مسودې په اړه ویټو باطله شي نو د دواړو مجلسونو دوه په دریمه استازي باید د تایید رایه ورکړي.

ځیني سیاسي څیړونکې دې کار ته د یوه داسې نمایش په سترګه ګوري چې جمهوري غوښتونکې یې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون دمخه نندارې ته وړاندې کوي.

تمه ده په دغه کنوانسیون کې جمهوري غوښتونکې میلیاردر ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د دغه حزب له خوا د ولسمشري انتخاباتو د کاندید په توګه انتخاب شي.

ټرمپ ژمنه کړې چې ګه د نومبر د میاشتې ولسمشرۍ انتخابات وګټي، له ایران سره له دغه تړون له منځه یوسي، خو د ده سیاله کاندیده هیلري کلنټن چې د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټانو احتمالي کاندیده ده، د دې تړون ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG