د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام په اړه د افغان حکومت خوشبیني


جمهوري ریاست د راتلونکې میلادي کال تر لومړیو په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو پاته کېدل د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او له تروریزم سره مبارزه لپاره ګټور بولي.

د ولسمشر ویاند هارون چهانسوري د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکایي سرتېرو پاتې کېدل افغان ځواکونو ته د امنیتي او تخنیکي مرستو د برابرولو لپاره ګټور دي.

د نوموړي په خبره د افغان ځواکونو تر څنګ د امریکایي سرتېرو موجودیت کولای شي له تروریزم سره مبارزه کې مثبت اغېزه ولري.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

هغه زیاته کړه:

"موږ فکر کوو چې د امریکایي ځواکونو حضور افغان ځواکونو ته د تخنیکي او امنیتي همکاریو د برابرولو په هدف ډېر ګټور دی، دا کولای شي له تروریزم سره د مبارزې او نورو بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي."

د ولسمشر ویاند وویل، هیله لري چې د وارسا په غونډه کې د ناټو له مشرانو څخه د افغان ځواکونو لپاره اوږد مهالې همکارۍ لاسته راوړي.

ولسمشر اوباما په وروستیو کې اعلان وکړ چې خپل ۸۴۰۰ سرتېري به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر جنورۍ په افغانستان کې و ساتي.

بارک اوباما ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د امریکا د ګانګریس او د افغان حکومت په غوښتنه یې دا تصمیم نیولی دی.

​د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي و چې د جنورۍ تر شلمې چې کاري موده یې پای ته رسېږي، پنځه نیم زره امریکایې پوځیان افغانستان کې پرېږدي.

اوس مهال ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري، چې له دې جملې ۶۸۰۰ تنه یې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده تر سره کوي.

ولسمشر غني هم په خپلې ټویټر پاڼه کې د دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د مشارکت دوام بللی دی.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د حضور تمدید د افغان ځواکونو د مورال د لوړېدو لپاره مهم دي.

عتیق الله امرخېل یو له دغو کارپوهانو څخه:

امرخېل: دا اوسنۍ پرېکړه به د مورال له نګاه نه یو څا تاثیر ولري.
امرخېل: دا اوسنۍ پرېکړه به د مورال له نګاه نه یو څا تاثیر ولري.

"دا اوسنۍ پرېکړه به د مورال له نګاه نه یو څا تاثیر ولري، موږ خو اوس په امریکا پوري تړلی هېواد یو، نو په دې خاطر کومې مرستې چې په پوځي برخې کې کوي، دا ښه دي."

ښاغلي امرخېل وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو خاصتاً امریکایي ځواکونو حضور یوه جدي اړتیا ده.

د نوموړي په خبره تر هغو چې د افغانستان پوځ د هوایي او توپخانه یې ځواک له اړخه مجهیز شوي نه وي، نا امنۍ به همداسي دوام او د بهرنیو پوځيانو موجودیت ته به اړتیا وي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG