د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

رویټرز: د جمعیت او جنبش ترمنځ شخړي مرکزي حکومت کمزوری کوي


یو دولتي پلاوی چې د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې د جنرال دوستم او استاد عطا محمد نور د کسانو ترمینځ د شویو نښتو د څېړلو لپاره استولی وو وايي چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست والي ترمینځ سیالیو په شمال کې دولتي واک او د قانون حاکمیت کمزوری کړی دی.

جنرال دوستم په دې وروستیو کې خپګان څرګند کړ چې په دولتي واک کې مناسبه برخه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د هېواد شمال ته یو تحقیق کوونکی پلاوی واستاوه ترڅو د جنرال دوستم او استاد عطا محمد نور په کسانو باندې دلګول شویو تورونو په هکله تحقیقات وکړي.

رپوټونو ویلي وو چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست والي د کسانو ترمینځ نښتې شوي دي.

سره له دې چې د دوی ترمینځ سیالي اوږدې ریښې لري خو هغه محرم رپوټ چې درویترز خبري آژانس لیدلی وايي چې د جنرال دوستم او استاد عطامحمد نور ترمینځ سیالي د افغانستان په شمال کې دولتی واک او د قانون حاکمیت کمزوری کړی دی.

دغه پلاوی په داسې حال کې د افغانستان شمال ته استول شوی چې د جمهور رئیس لومړي مرستیال په دې وروستیو کې شکایت وکړ چې په دولتي واک کې يي برخه کمه ده.

جنرال دوستم په یوې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه وویل چې، لومړی کابل تصمیم نیسي او بیا زه خبریږم.

د رویترز د خبري آژانس رپوټ وايي لوېدیځ هېوادونه له هغې نېټې راهیسې چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره کړه واک ته د شخصي ملېشو لرونکو ټوپکمارو د ستنېدو په هکله اندېښمن دي.

خو د افغانستان په شمال کې د مقتدرو کسانو ترمینځ اوسنۍ لانجې د جمهور رئیس اشرف غني حکومت او نړیواله ټولنه په داسې حال کې اندېښمن کړي چې د ناټو مشران د راتلونکې جمعې په ورځ په وارسا کې د افغانستان د پوځي ملاتړ په هکله پرېکړې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي نیکولاس هایسم تېره میاشت وویل چې افغانستان د اوسنیو ستونزو په وړاندې کومې سیاسی لانجې ته اړتیا نه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی

د رویترز خبري آژانس رپوټ وايي، د افغانستان شمال ته لېږل شوي څېړونکي پلاوي ویلي دي چې د جنرال دوستم په مشری جنبش ملي او اسلامي جمعیت چې عطا محمد نور یې یو مشر دی د افغانستان په شمال کې دولتي واک کمزوری کوي.

دغه پلاوی وايي چې د جنبش او جمعیت ځیني قوماندانان په وژنو، دعشر په ټولولو، د وسلو په زور غلاوو او شوکو، برمته نیولو او نورو غیرقانوني فعالیتونو کې لاس لري.

څېړونکي پلاوي ویلي چې د پولیسو ځینې مهم چارواکي په ګوندي اساس ګمارل شوي دي.

خو د جنرال دوستم یو ویاند دا تور رد کړ چې د جبنش ګوند به په شمال کې د ملېشو د جوړولو کوښښ کړی وي.

اسد الله جمالي د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې ددوی په سیمو کې ټول خلک د جنرال دوستم درناوی کوي او یوازي دی کولای شي دولتي چارواکي وګماری یا یې منفک کړي.

بلخ هم چې استاد عطا محمد نور په کې واکمن دی ورته وضعیت لري.

د بلخ ویاند منیراحمد هم هغه تورونه چې وايي عطا محمد نور په نښتو کې لاس او شخصي ملېشي لری ردوي.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد

د سرپل ولایت یو شمېر مشران د تېرې یکشنبې په رځ کابل ته راغلل او له جنرال دوستم یي شکایت وکړ.

د جنت ګل په نامه د فاریاب د قیصار د ولسوالۍ یوه اوسیدونکي وویل چې وسله والو کسانو ته څوک څه ویلي نه سي او ټول خلک ورڅخه پوزې ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG