د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د سامع ازموینې په مرسته پريښې ښوونځی بشپړ کړئ!


که د ځينو مشکلاتو له کبله مکتب په نيم کې درنه پاتې شوی وي او هغه د چا خبره د ښوونځي عمر درنه تېر وي خو زړه مو غواړي چې کاش درسونه مو ویلي وای او حد اقل له دوولسمه خو فارغه شوی وای... نو دغه ارمان مو د سامع ازموینې په مرسته پوره کولی شئ، سامع څه وړ یو امتحان دی؟

که تاسې هم له هغو ځوانانو یئ چې ښوونځی په نیم کې درنه پاتې شوی او اوس غواړئ چې درسونو ته مو دوام ورکړئ نو نننۍ تاندې څانګې مو د سامع ازموینې له بشپړ پروسې خبروي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی او د دې خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه موندلی شئ.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:
http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: (تاندې څانګې) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د 2 بجو او د سې شنبې په سهار د 10 بجو په خپرونه کې خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG