د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

مولانا جلال الدين ترک وو، ايرانی وو که افغان؟


په دې وروستيو کې راپورونه خپاره شول چې ايران غواړي له ترکيې سره یو ځای د مولانا جلال الدین بلخي مثنوي معنوي د دغو دواړو هېوادونو د ګډ ميراث په توګه د یونيسکو له سازمان سره ثبت کړي.

نن مولانا جلاالدين بلخي د يوه متصوف شاعر په توګه په نړيوالو ادبیاتو کې ځانګړی ځای لرونکی ياديږي.

د مولانا شعرونه په درويشتو ژبو ژباړل شوي او د انګليسي ژباړه یې په امریکا کې تر ټولو زيات پلورل کېدونکو کتابونو څخه بلل کېږي.

د مولانا له آثارو او تفکر سره د لېوالتيا زياتېدو، له یوې ځانګړې جغرافيې سره د ده د منسوبولو ادعاوې هم زیاتې کړي دي.

په دې وروستیو کې ايران ويلي چې غواړي له ترکيې سره يو ځای د مولانا جلال الدين بلخي مثنوي معنوي د دغو دواړو هېوادونو د ګډ ميراث په توګه د یونيسکو په سازمان کې ثبت کړي.

دغه اقدام د افغان حکومت او په نړۍ کې د فرهنګيانو عکس العملونه راپارولي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د جون مياشتې په نيمايي کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزیر سره د لیدو پر مهال وويل چې مولانا جلا الدین بلخي د دغو داوړو هېوادونو ګډ وياړ دی.

خو ايا کېدای شي د مولانا جلاالدین بلخي په شان لوی شاعر تر يوې جغرافيايي ساحې محدود کړای شي؟

مولانا جلال الدین، ترک، ايراني يا افغان؟

که نن دا پوښتنه پخپله له مولانا شوې وای، هغه به يې په ځواب کې څه ویل؟

د امریکا په ماریلند پوهنتون کې د فارسي ادبیاتو استاد ډاکټر احمد کریمي حکاک له امریکا غږ فارسي تلويزيون سره د خبرو پر مهال دې پوښتنې ته په اشاره ويلي:

"که نن مولوي راونيسئ او ورڅخه وپوښتئ چې ته څوک يې او د کوم ځای يې؟ تر هر څه مخکې به وايي، مسلمان یم، ياني خپل هويت لومړی خپل مذهب ګڼي، ا وله هغه وروسته وايي، زه د خراسان یم او که ويې پوښتئ چې څنګه مسلمان دی او په کوم ځای کې نړۍ ته راغلی، خپل ښار به ياد کړي چې په بلخ کې زېږېدلی يم."

له دې سره چې د افغانانو لپاره مولانا جلال الدین بلخي د بلخ زوی دی، ډېری افغان فرهنګيان هغه په یوه جغرافيه پوري محدود نه بولي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پخوانی استاد او افغان ليکوال اسحاق نګارګر له فارسي امریکا غږ تلويزيون سره د خبرو پر مهال وويل:

"موږ د مولانا په اړه دا نشو مطرح کولای چې له دې کبله د بلخ دی چې په بلخ کې زېږېدلی دی، په ايران کې اوسېدلی دی، د ايران دی. د مولانا هیواد معنويت دی او په معنويت کې پولې نه وي. مولانا پخپله وايي:"

از دم خب الوطن بګذر مه ايست

که وطن آن سوست جان اين سوی نيست

ګر وطن خواهی ګذر آن سوی شط

این حديث راست را کم خوان غلط

د هرې ورځې له تېرېدو سره د مولانا جلال الدين بلخي انساني مفکورې د هيوادونو له جغرافيايي سرحدونو تيريږي او د مولانا له ژوند او آثارو سره لېوالتيا د نړۍ پر کچه مخ پر زياتېدو ده.

په دې وروستيو کې د اسکار جايزه ګټونکي د فلم د کيسو ليکوال ديويډ فرانزويني ويلي چې د مولانا جلال الدين بلخي د ژوند پر اساس د فلم پر يوه کيسه کار کوي او د اسکار جايزه ګټونکی د فلم ستاره ليوناردو ډي کاپريو به د ديارلسمې پيړۍ د شاعر مولانا جلال الدين رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG