د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

کوټه: دوو ورځو کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي


پرون ماښام په کوټه کې نامالومو وسله والو د ملېشه ځواکونو پر يوه ګزمه کوونکي موټر ډزې کړي چې څلور ملېشه سرتېري يې وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى. دا په کوټه کې په څلورويشتو ساعتونو کې پر امنيتي پوليسو درېيم بريد دى، تر دې وړاندې هم د سې شنبې په ورځ په دې ښار کې څلور پوليس په ډزو وژل شوي وو.

د چارشنبې په ماښام د کوټې ښار جنوب لور ته پر «ډبل سړک» وسله والو پر ملېشه سرتېرو ناببره ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

پوليس چارواکي وايي، دغو ملېشه سرتېرو په سرياب او شاوخوا سيمو کې ګزمه کوله چې موټر يې خراب شوى وو او د جوړېدو لپاره يې بېولى وو، خو د را ستنېدو په وخت په موټر سايکل سپاره درې وسله وال ورته درېدلي او ډزې يې ورباندې کړې دي چې وايي په نتيجه کې يې درې ملېشه سرتېري ځاى پر ځاى و وژل شول او د يوه لاروي په شمول درې تنه نور په کې ټپيان شول.

پوليس وايي، په پېښه کې وژل شوي او ټپيان سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شول چې وايي، له دوو زخمي سرتېرو څخه يوه بل تن هم ساه ورکړه او يو ټپي سرتېرى او لاروى لا هم تر درملنې لاندې دي، خو وايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

پر ملېشه سرتېرو دا بريد په داسې وخت کې وشو چې تر دې يوازې يوه ورځ وړاندې د سې شنبې په ماښام هم موټر سايکل سپرو وسله والو په دوو جلا- جلا حملو کې څلور پوليس عسکر په ډزو و وژل.

پر پوليسو او ملېشه ځواکونو د دغو دواړو حملې مسووليت لا کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو په دې وروستيو کې چې پر امنيتي سرتېرو کومې حملې شوې دي، مسووليت يې د پاکستان وسله والو طالبانو منلى دى.

د بلوچستان ايالتي حکومت پر امنيتي سرتېرو وروستۍ حملې د وسله والو په خلاف د پلټنې د عملياتو عکس العمل بللى او ويلي يې دي چې د هغو وسله والو په خلاف به عملياتو ته دوام ورکړي چې په ترهګرۍ او د ورانکارۍ په چارو کې لاس ولري.

د يادونې وړ ده چې د فبرورۍ په مياشت کې هم د کوټې يوې محکمې ته څېرمه د ملېشه ځواکونو پر يوه لارۍ بمي حمله شوې وه چې د څو ملېشه سرتېرو په شمول لس تنه په کې وژل شوي وو.

د يوه رپوټ له مخې سږکال تر اوسه پورې دېرش پوليس سرتېري په بېلابېلو بمي چاودنو او هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

تېر دوه کلونه په کوټه کې د تېر حکومت په نسبت امنيت ډېر ښه وو، خو د ٢٠١٦میلادي کال له پيله راهيسې چې د بمي چاودنو او هدفي وژنو کومه لړۍ پيل شوې لا دوام لري.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG