د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

۹۰۰ افغان مېرمنو او نجونو ته "USAID" سکالر شیپونه برابر کړي


د امریکا د سفارت استازې وایي، نهه سوه افغان نجونو او میرمنو ته به د امریکا د نړیوالې پراختیاې ادارې یا "USAID" له خوا د کانکور د پروسې پر اساس سکالرشیبونه ورکړل شي.

له دغو نهه سوه مېرمنو او نجونو څخه به ۷۲۰ تنه د لېسانس په کچه د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو او۱۸۰ یې هم د ماسټرۍ په برخه کې په بهر خاصتاً هند کې زده کړې وکړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژ دافیرمایکل رینور د چهار شنبې په ورځ د دغه سکالرشیپونو د اعلان په غونډه کې وویل چې له دې کار څخه یې هدف د افغان مېرمنو پیاوړي کول دي.

"USAID" غواړي په افغانستان کې نهه سوه افغان مېرمنو او نجونو لپاره د لوړو زده کړو سکالر شیپونه برابر کړي."ارشیف- عکس تزئني بڼه لري"
"USAID" غواړي په افغانستان کې نهه سوه افغان مېرمنو او نجونو لپاره د لوړو زده کړو سکالر شیپونه برابر کړي."ارشیف- عکس تزئني بڼه لري"

ښاغلي رینور زیاته کړه:

"د سکالرشیپونو کوم پروګرام چې موږ یې نن پرانیزو، د یو.اِس اې.ای.ډي د پخوانیو او اوسنیو پروګرامونو پر اساس جوړ شوی چې افغان میرمني خاصتاً تحصیل لرونکو مېرمنو پر ودې تمرکز کوي."

ښاغلي رینور وویل چې د افغان مېرمنو د لوړو زده کړو دا بهیر به د اشیا فونډیشن له خوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي شي.

د نوموړي په وینا دا مهال کوم محصلین چې د افغانستان په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې زده کړي کوي، شاوخوا ۲۵ فیصده یې نجونې دي.

په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله افغان ښځو او نجونو ته د سکالر شیپونو د اعلانولو په غونډه کې پر لوړو زده کړو پانګونه د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه وبلله.

عبدالله: پر زده کړې پانګونه پر سولې پانګونه ده.
عبدالله: پر زده کړې پانګونه پر سولې پانګونه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"پر زده کړې پانګونه پر سولې، کامیابۍ پرمختګ او ښه ژوند پانګونه ده."

پروموټ د ۲۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د رهبرۍ، اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د ۷۵ زره افغان مېرمنو او نجونو د پیاوړتیا پروګرام دی.

دغه پروګرام د پنځو کلونو لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې له خوا عملي کیږي.

ښځینه فعاله فتانه ګیلاني وایي، کومې مرستې چې له افغان مېرمنو سره کیږي باید نمایشي او پروژه یې بڼه ونه لري او دغه مرستې باید په سمه توګه وڅارل شي که نه نو د پام وړلاسته راوړنې به و نه لري.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG